د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۵

دوشنبې د اکتوبر ۱۱مه


امریکایی نیویار ک ټایمز او لاس انجلس ټایمزاو بریتانوي اندیپندنت ورځپاڼو په افغانستان کې د یوې مرستندویه موسسې د سکاټلنډي کارکونکې د وژل کېدو په اړه مطالب خپاره کړي چې د ژغورنې د عملیاتو په جریان کې د خپلو برمته نیونکو له خوا ووژل شوه.

نیویار ک ټایمز:

نیویارک ټایمز لیکي، وروسته له هغې چې امریکایي او بریتانوي ځواکونو معلومات ترلاسه کړل چې ۳۶کلنه لینډا د کونړ په وټه پوره سیمه کې تښتول شوې.

د هغې د خلاصون لپاره یي عملیات پیل کړل او کله چې امریکایي ځواکونه د هغې د ساتل کېدو ځای ته نږدې شول، برمته نیوونکو دغه مرستندویه کارکوونکې ووژله.

نیویارک ټایمز د لیندا نورګروف د همکارانو له قوله لیکلي چې هغه ډیره مهربانه میرمن وه او زیاته لیواله وه چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

ورځپاڼه د مطلب په یوه برخه کې لیکي، ۳۶ کلنه لینډا چې پنځه کاله مخکې افغانستان ته د خدمت کولو لپاره تللي وه، له دې هېواد سره یي ډیره مینه درلوده، هغې د کارموندنې د یوې پروژې د یوه سیمه ییز دفتر د مسولې په توګه کار کاوه،دغه پروګرام د امریکا متحده ایالاتو د نړېوالې پراختیایي موسسې له خوا تمویلېده.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی هم پر همدې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، چې لیندا دوه اونۍ مخکې له خپلو درېو افغان ملګرو سره په داسې حال کې چې په کونړ کې یي له یوې پروژې څخه لیدنه کوله وتښتول شوه.

ورځپاڼه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ له قوله لیکي، چې وایي د دې غملړلې پېښې مسوول د هغې برمته نیوونکي دي، دی زیاتوي له کله چې لیندا وتښتول شوه، ژوند یي له جدي ګواښ سره مخاخ و.

بریتانوي انډپنډنټ:

بریتانوي انډپنډنټ په دې اړه بیا د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون له قوله لیکلي، چې ده د لینډا له کورنی سره په دې غم کې ځان شریک بللې او ویلي یي دي چې هغې د افغانستان د خلکو لپاره ډیر با ارزښته کار ترسره کاوه.

کامرون د لیندا د ژغورنې لپاره له عملیاتو څخه په دفاع ویلي دي، چې د برمته شوېو کسانو د خوشې کېدو لپاره پریکړې تل له مشکلاتو سره وي،خو کله چې د یوه بریتانوي ژوند په خطر کې وي، امنیتي ځواکونه حق لري چې د خلاصېدو لپاره یي عملا اقدام وکړی.
XS
SM
MD
LG