په افغانستان کې نړېوال سوله ساتي ځواکونه یا ایساف وايي چې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې يي روان عملیات له بریاوو ډک دي او هڅه کوي چې د مخالفینو ټول فعالیتونه ودروي.
په کابل کې د ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې، د دوي او د افغان ځواکونو د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار او هلمند یو شمېر سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي دي:
(د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو او مخالفینو څخه له ۷۰ څخه تر ۸۰ فیصدو پورې پاکه شوې ده. د کندهار ښار ته جوخت د مالجات سیمه هم د افغان ځواکونو له خوا پاکه شوې ده او دا مهال په ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې زموږ عملیات له پلان سره سم پرمخ روان دي.)
د ایساف ویاند جنرال بلاتز وړاندې وویل چې، په پکتیا او خوست کې يي هم د امریکايي ځواکونو یوه نوې ډله ګمارلې ده څو په دې سیمه کې د طالبانو او د حقاني د شبکې فعالیتونه تپ کړي او د دې ترڅنګ د افغانستان د شمال لپاره هم د امریکايي ځواکونو یوه نوې څلور زره کسیزه ډله او د جرمني ځواکونو یو ۵۰۰ کسیزه ډله ګمارل شوي ده چې نه یواځې د افغاني طالبانو بلکه د ازبکستان د اسلامي تحریک د غړو فعالیتونه هم په ټپه ودروي.
خو دا چې د افغان او نړېوالو ځواکونو دا وروستې هلې ځلې به په رښتیا هم وکولای شي چې په افغانستان کې د امنیت لمن پراخه کړي
که څه هم د ایساف ویاند وړاندې په خپلو خبرو کې وویل چې، د تېرو درېو میاشتو په اوږدو کې د مخالفینو ۲۹۳ مشران او قومندانان وژل شوي او ۲۱۶۹ د دولت مخالفین نیول شوي دي خو بیا هم افغان کار پوهان په دې هېواد کې د مخالفینو پرضد جګړه ډیره اغیزناکه نه بولې ځکه دوي په دې باور دي چې جګړه په دې هېواد کې نه یواځې ستونزې نه شي حلولاي بلکه ترې نورې ستونزې هم را ولاړیږي او د همدې امله د سیاسي چارو کارپوهان تل دا وايي چې جګړه باید د افغانستان له کلیو او بانډو څخه د پولې هاغه غاړې هاغو سیمو ته یوړل شي چېرې چې ترورېستان ، تمویل او روزل کیږي.
مجاهد جواد.