د پښتو ژبې د دغه علمي سیمینار ګډونوالو په هېواد او سیمه کې د پښتو ژبې روان حالت د اندېښنې وړ وباله او ویي ویل، چې د پښتو ژبې د ودې په وړاندې د پرتو ستونزو د هوارولو لپاره عملي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.
د اسانه پښتو تر سرلیک لاندې په دې دوه ورځیني سیمینار کې له افغانستان، پښتونخوا او هندوستان څخه یو شمېر ژب پوهانو او ادیبانو ګډون کړی و.
په کابل کې د ام اس اس د دفتر ریيس ډاکټر محمد اکبراکبر وویل، چې د پښتو ژبه زندی شوې، چې د ازادولو لپاره یي د پوهې انقلاب ته اړتیا ده:
(زه یوه بدلون ته ضرورت لرم هغه هم چې کلي،کور، او دروازې ته پوه ونه رسیږي دا بدلون نا ممکنه ده.)
د سمینار د ګډونوالو په وینا پښتو ژبه یوازې په خپل ټاټوبی یعنې افغانستان کې نه بلکه د سیمې په کچه له ځینو ستونزو سره مخامخ ده، چې د دې ژبې د ودې مخه یي نیولې.
د ډیورند له کرښې هاخوا راغلو مېلمنو هم د پښتو ژبې پروړاندې د کره او ساده موادو په نشتوالي او همدا راز د دغې ژبې په محدودېدو اندېښته څرګنده کړه.
ډاکټر راج ولي شاه خټک وايي، چې د پښتو ژبې د پراخولو لپاره باید په ګډه کار وشي:
(موږ د ژبې واکمنه اداره نه لرو او دا واکمنه اداره د دولت د سرپرستی نه بغیر نه کیږي.)
شلپي بترا، چې د هند له ( جی پور) څخه يي په دغه علمي سیمینار کې ګډون کړی وه، وايي ، چې د پښتو د ودې لپاره باید جدي هڅې وشي او یو علمي مرکز ورته پرانیستل شي.
اغلې بترا زیاته کړه، چې غواړي د پښتو ژبې د معیارې زده کړې لپاره کره او ساده مواد راټول کړي.
په دغه دوه ورځیني سیمینار کې به د پښتو ژبې په مخ کې د پرتو ستونزو لپاره پراخ بحثونه وشي او د حل لپاره به يي علمي لارې چارې ولټولاې شي.
خو ژب پوهان وايي، چې دا ډول سیمینارونو د جوړولو ترڅنګ باید عملي هلې ځلې هم وشي.
خبریاله : ماریا صدیقی