د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۹

په کابل کې د افغاني تولیداتو او کرنیز او صناعتي یولسم نندارتون جوړ شو


د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، چې دغې نندارتون ته ډېر زیات هیله مند دی.
د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، چې دغې نندارتون ته ډېر زیات هیله مند دی.

دغه نندارتون چې د درې ورځو لپاره به د مینه والو پر مخ پرانیستی وي د افغانستان د کرنې ورازت په نوښت او د امریکا د پراختیایي ادارې په همکارۍ جوړ شوی دی.

افغاني تولیداتو ته د بازارموندې او خلکو ته یې د ورپیژندنې په هدف په کابل کې د افغانستان د کرنیزو او صناعتي تولیداتو یولسم نندارتون پرانیستل شو.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، چې افغاني تولیدات ورځ په ورځ مخ په پراخیدلو دي او په نړیوالو مارکیټونو کې یې هم ګڼ مینوال پیدا کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر انجنیر محمد اصف رحیمي د چارشنبې په ورځ د نوموړي نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې له دغه نندارتون څخه ډیرې هیلې لري:

"په لومړنیو لسو کرنیزو نندارتونونو کې د نندارچیانو شمیر نیم ملیون کسانو ته رسیږي او سوداګریزې معاملې د ۴۲ ملیونو ډالرو په ارزښت وې، خو له ننني نندارتون څخه زمونږ هیلې ډیرې دي.

په ننني نندارتون کې د افغان سوداګرو تر څنګ له دیرشو څخه زیاتو بهرنیو سوداګرو هم کډون کړی دی."

په دغه نندارتون کې د افغان دولتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د بهرنیو موسسو او سفارتونو یو شمیر استازو او میلمنو هم ګدون کړی و .

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکنبیري د نندارتون ګډونوالو ته وویل، دا شان ندارتونونه د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ښه رول لوبولی شي:

"د داشان نندارتونونو جوړول په اصل کې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې ښکارندویي کوي او افغانستان په دې برخه کې په ورستیو کلونو کې جدي ګامونه پورته کړي دي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کر څخه مخنیوی به د کرنې د ودې په برخه کې ښه فرصت برابر کړی."

په دغه نندارتون کې چې درې ورځې به د مینوالو پر مخ پرانیستی وي د افغاني تولیداتو کابو دوه سوه غرفې ایښودل شوی دي.

د دغه نندارتون یو ګډونوال ازادي راډیو ته وویل، چې د دا شان نندارتونونو جوړول د افغاني تولیداتو د پیژندنې او په بهرنیو هیوادونو کې ورته د بازار موندې په برخه کې ډیر اغیزمن دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانی تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف په افغانستان کې د ننه د نندارتونونو د جوړولو تر څنګ له افغانستان څخه بهر هم ورته نندارتونونو نه جوړ شوي دي.

خو افغان بزګر او صناعت کاران وايي، چې په کار ده نور هم دې برخې ته پاملرنه زیاته شي .

هیره دې نه وي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونې ویلي وو، چې افغاني تولیداتو د بازار موندې او خلکو ته یې د پیژندې په هدف په پام کې لري چې په کابل کې د افغاني تولیداتو یو تل پاتې نندارتون هم جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG