واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د باب ووډ وارډ، د بارک اوباما د جګړو د کتاب په اړه لیکي، د باب ووډ وارډ دې کتاب چې په وروستیو کې بازار ته راوتلی، د سپنې ماڼۍ د چارواکو په شمول یې د امریکایي سیاست والو پاملرنه ځانته جلب کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، باب ووډ وارډ په دې کتاب کې په دې اړه، چې یو نوی ولسمشر لکه د مخکینیو ولسمشرانو په څیر په څه ډول په یوې جګړې کې ښکیل کیږي، چې د ولسمشرۍ دوره یې لکه د مخکینو هغو په څیر له خطر سره مخامخ کیږي، لیکي، مخکینی ولسمشر جورج بوش د عراق د بې مورده جګړې په پیلیدو سره خپله د جمهوری ریاست دوره له خطر سره مخامخ کړه او له هغې مخکې د امریکا دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچارډ نیکسون اولندن جانسون هم د ویتنام د جګړې په خاطر خپلې دوری له خطر سره مخامخ کړې وې.
واشنګټن پوسټ لیکي، د ښاغلي ووډ وارډ په وینا داسې ښکاري، چې بارک اوباما د جمهوري ریاست د پیل په لومړیو میاشتو کې له حالاتو ناخبره د افغانستان په جګړه کې ځان ښکیل کړ او مخکې له دې چې په دې اړه دقیقه څیړنه وکړي، دې هیواد ته یې د یویشت زره نوروسرتیرو د لیږلو پریکړه وکړه.
سنډې ټیلیګراف:
بریتانوي سنډې ټیلیګراف اونیزې د افغانستان په اړه د اوباما د جګړو د کتاب له لیکوال باب ووډ وارډ سره د مرکې په اساس په یوه مطلب کې لیکي: که د افغانستان د جګړې په اړه د یوه لیکوال نظریات مهم بلل کیږي، هغه به باب ووډ وارډ وي.
باب ووډ وارډ چې د واټرګیټ په رسوایي کې یې د یوه خبریال او لیکوال په توګه شهرت ګټلی، په دې اړه له دوو کلونو څیړنې وروسته بیا راڅرګند شوی.
هغه د سلو په شاوخوا له امریکایي پخوانیو او اوسنیو چارواکو، د سپینې ماڼۍ له مهمو لوبغاړو او په خپله له ولسمشر سره څو وارې مرکې کړي دي.
سنډې ټیلیګراف لیکي، دغه کتاب چې د باب ووډ وارډ د دې څیړنې محصول دی، بازار ته له وتلو سره سم ترټولو زیات پلورل شوی کتاب دی، چې د مطبوعاتو توده موضوع هم ګرځیدلې ده.
د اوونیزې په باور دا په دې خاطر چې په دې کتاب کې د اوباما په ادارې کې د مختلفو پالیسو پرسر د دعوا او اختلافاتو یادونه شوې ده.
باب ووډ وارډ له سنډې ټیلګراف سره په مرکه کې ویلي، چې دا د ده ۱۶ کتاب دی، چې په کې په صادقانه ډول د بې طرفۍ اصل رعایت شوی او له قضاوتونو څخه په کلکه ډډه شوې ده.
هغه بازار ته د خپل کتاب له خپریدو وروسته له ډېلي ټیلیګراف سره په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي، چې دی په بې پرې څیړنې باور لري، چې دا د ژورنالیزم اساسي اصل دی.
خو د سنډې ټیلیګراف په وینا هغه چې تل به یې د مسایلو په اړه له نظر ورکولو ډډه کوله، اوس دې ته تیار دی، چې په ډاګه د مسایلو په اړه بحث وکړي، حتی دا پوښتنه یې هم مطرح کړې چې ایا ولسمشر بارک اوباما د دې توانایي او جرات لري، چی د جګړی په حالت کې د خپل هېواد مشري وکړي.