د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط د یکشنبې په ورځ وویل، د اکمالاتو لاره به تر هغه وخته تړلې پاتې وي چې په پاکستان کې د خلکو احساسات نه وي غلې شوي او یقین نه وي ترلاسه شوی چې د اکمالاتي لارې امنیت خوندي دی.
عبدالباسط ټينګار وکړ چې د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو یوازینی دلیل امنیتي ستونزه ده او د بیا پرانیستو لپاره یې د اوس لپاره کوم مهال وېش هم نشته.
وروسته له دې چې د ناټو پوځي هیلیکوپټرې د یوې اونۍ په اوږدو کې څوځلې د افراطي وسله والو په لټه د پاکستان خاورې ته ننوتې، پاکستاني چارواکي په غوسه شول او د ناټو د اکمالاتو لاره یې بنده کړه.
د پاکستان په خاروه کې دننه د ناټو د پوځي عملیاتو وروستی پېښه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې هیلیکوپټرې یې کرمې ایجنسي ته ننوتې او هلته یې د پوځي ملېشو درې منصبداران ووژل.
دې مسئلې په پاکستان کې د خلکو غوسه را وپاروله او په دې پسې د شنبې په ورځ افراطي وسله والو پرهغو ټانکرونو د نورو حملو ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې په افغانستان کې دېره نړېوالو ځواکونو ته د سونګ مواد لېږدوي.
څو ورځې مخکې وسله والو په سند ایالت کې نیمه شپه د تېلو د ټانکرونو پر یوه کاروان حمله وکړه او نژدې شلو ټانکرونو ته یې اور ورته کړ.
پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د پاکستان خاورې ته د ناټو د پوځي هیلیکوپټرو د ننوتو د پېښې په اړه له ناټو سره د دې هېواد ګډ تحقیقات پیل شوي دي.
د پاکستان حکومت له دې مخکې هم په دې هېواد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدو له امله د خلکو له انتقادونو سره مخامخ و.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي ای اې په وروستیو څو میاشتو کې په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله والو پر مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې کړي دي او په دې لړ کې یې یوازې په سپټمبر میاشت کې ۲۱ حملې کړې دي.
د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو پرېکړې د پاکستان او امریکا ترمینځ په اړیکو کې یوځل بیا ستونزې را اوچتې کړې.