د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

سترې محکمې ۱۵ قاضیان د تخصص لپاره مصر ته ولیږل


د افغانستان سترې محکمې په مصر کې د تخصصي زده کړو لپاره د افغان قاضیانو دوهمه ډلګۍ هم قاهرې ته واستوله.

د افغانستان د سترې محکې د قضایه قوې اداري امر ډاکټر عبدالمالک کاموي وايي چې په مصرکې د افغان قاضیانو د تخصصي پروګرام د زده کړو درسي نصاب د افغانستان د سترې محکمې له خوا جوړ شوی دی او یواځې د تدریس چارې یې د مصري استادانو له خوا پر مخ وړل کیږي.

ښاغلي کاموي وویل افغان قاضیان تېره دوره په مصر کې د زده کړو پر مهال ډیر ښه ځلیدلي دي:

(په لومړي ځل مو چې خپل ګروپ ولیږلو موږ سره دا تشویش وه چې هسې نه زموږ سره د پوهې کچه ټیټه وي او هلته ښوونکي په لوړه سطحه ښوونه کوي او دوي ونشي کولای خو برعکس موږ ته د قاهرې څخه بیرته احوال راغی او دافغان قاضیانو ستاینه پکې شوی وه .)

دا ځل هم د تېرې دورې په شان پنځلس افغان قاضیان چې د بېلابېلو ولایتونو د محاکمو او قضایي ارګانونو استازیتوب کوي د قضايي زده کړو لپاره د مصر پلازمینې قاهرې ته استول شوي دي .

مصر ته د افغان قاضیانو د استولو پروګرام د هغه پروتوکول یوه برخه ده چې د مدني او جزا د قانون د شرحې او تفسیر، د قاضیانو د روزنې او دغه شان د قضایي مرکز د جوړولو په برخه کې د مرستې په خاطر تېر کال د افغانستان د سترې محکمې او د مصر د عدلیې وزارت تر منځ لاسلیک شو.

د چارو کارپوهان د افغان قاضیانو لپاره ورته روزنیز پروګرامونه اړین بولي او وایي افغان قاضیان دا وړتیا لري چې له هېواد څخه بهر هم د قضا په برخه کې زده کړې وکړي.

د افغانستان د سترې محکمې د چارواکو د معلوماتو له مخې افغان قاضیان به د خپلو زده کړو په پنځه څلویښت ورځنۍ دوره کې د یو میاشتنې نظري زده کړو تر څنګ د پنځلس ورځو لپاره د محاکمو او دغه شان له علمي او تحققاتي مرکز څخه لیدنه وکړي.

د کتونکو په نظرمصر ته د تخصصي زده کړو په خاطر افغان قاضیان په داسې حال کې لیږل کیږي چې د افغانستان په محاکمو، عدلي او قاضايي ارګانونو کې د پوهو، مسلکي او پاکو قاضیانو تشه احساسیږي او خلک هیله من دي چې د دا شان پروګرامونو دوام او د دغو کدرونو په راستنیدلو سره به په محاکمو، عدلي او قضايي ارګانونو کې تر ډیره د دوي ستونزې هوارې شي.
XS
SM
MD
LG