د افغانستان د کانونو وزارت وایي، چې د امریکا یو شمېر پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
د دغه وزارت ویاند جواد عمر د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د روانې تلې میاشتې په اووه نېټه دوي د امریکا په نیویارک ښار کې د پانګوالو د هڅولو لپاره یوه نړېواله غونډه جوړه کړې وه، چې په کې یو سل او شلو پانګوالو ګډون کړې وو.
د کانونو وزارت ویاند وویل چې د افغانستان د کانونو وزیر له خوا د غونډې ګډونکو ته د حاجي ګک د کان په ګډون د یو شمېر نورو لوېو کانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول:
(په نیوریاک ښار کې د افغانستان د کانونو د پیژندګلوي لپاره یوه غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د افغانستان د کانونو او مالیي وزیرانو د حاجي ګک د اوسپنې د کان په ګډون د یو شمېر نورو کانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د کانونو په اړه چې په دې کنفرانس کې کوم معلومات ورکړل شوی د غونډې ګډونوالو پانګوالو یي هرکلۍ وکړ.)
ښاغلي عمر همدا راز وویل نړېوالو پانګوالو ته د افغانستان کانونه زیات اهمیت لري او دوي هم په دې هڅه کې دي ترڅو د افغانستان مهم کانونه تشخیص او پانګونې ته یي چمتو کړي.
د چارو یو شمېر کتونکي وایي که څه هم د امنیتي او نورو ستونزو له امله د دې هېواد ډیري کانونه سر تړلي پاتې دي خو وایي چې دولت باید د دې کانونو د ایستلو لپاره بهرني دولتونه نه بلکې د نړېوالو پانګوالو پاملرنه ورته را جلب کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد مسعود ازادۍ راډیو ته وویل چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کانونو معرفي کول ښه ګام دی، خو د ده په وینا که چېرې د افغانستان امنیتي وضع ښه شي، نو نړېوال پانګه وال به پانګه ونې ته حاضر شي:
(افغانستان لا هم د نړېوال سیاست په محور کې موقیعت لري، دوي افغانستان لا نه دی هیر کړی خو که مو پام کړی وي دولتونه د کانونو د راایستلو په برخه کې خپله پانګونه نه کوي باید په دې برخه کې پانګوال وهڅوي، نو په سیمه کې باید د پانګونې لپاره زمینه مساعده شي تر څو هغوي راشي پانګونه وکړي.
تر اوسه اروپا او امریکا په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې بې علاقي نه دي، دوي د افغانستان امنیتي حالات څاري کله چې په دې هېواد کې امنیت ښه شو نو دوي به حتما په دې هېواد کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.)
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دې، چې د طبعي زیرمو له پلوه بډایه شمېر کیږي، خو د تیرو درېو لسیزو جنګونو له کبله لا هم دا کانونه سرپټي پاتي دي.
افغان دولت وایي چې که څه هم چې په افغانستان کې د دې کانونو د راویستلو لپاره پرمختللي وسایل نشته په دې هڅه کې دي چې د ایستلو لپاره یي د نړېوالو پانګوالو پاملرنه را جلب کړي.
راپورــذکیه غیاثي