د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

کندهار : سلګونه کورنۍ دعملياتو د ويري بيځايه شوي


له ارغنداب ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي وايي، چې دوی په خپلو سیمو کې باغونه او ځمکې لري، خو دلته څوک کار هم نه ورکوي.
له ارغنداب ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي وايي، چې دوی په خپلو سیمو کې باغونه او ځمکې لري، خو دلته څوک کار هم نه ورکوي.
را غلي کډوال چې شمير تر زرو کورنيو اوړي وايي، چې دوى د جنګو له وېرې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.

حذب الله او علي جان دارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي دي، چې دا مهال د ښار په لويه وياله کې ژوند کوي.

دوی وايي، چې په کلي کې يې خپل کور ځمکه او باغونه چي اوس يې د حاصلاتو د راټولو وخت دی، پرې ايښې او يوازې له کاليو سره ښار ته راغلي دي.

د دوی په وينا په ښار کې بې کاره کرځي او څوک ورته کار نه ورکوي. د دوی په خبره که چيرې يې په سيمه کې امنيت ټينګ شي نو دوى به بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

"د طالبانو د جنګ په خاطر رامهاجر شو، هغوی جنګ کاوه، نه شپه تېريده نه ورځ، مځکه مو پاتې، ده باغچه مو پاتې ده، دلته هم ستونزې لرو، څوک سرای نه لري او څوک پيسې."

په کندهار کې عملياتو يوازې د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي نه بلکې د نورو ولسواليو خلک هم په وېره کې اچولي دي.

له دغو ولسواليو يوه هم کندهار ښار لويديځ ته دژړۍ ولسوالۍ ده، چې په دې وروستيو کې د ښارمار د ګوزار په نوم په کښې عمليات پيل شوي.

سلطان بي بي او جميله د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، دوی هم د جنګ له ويرې کډې په سر کړي او په ښار کې په ستونزو کې ژوند کوي.

د دوی په خبره تراوسه چا مرسته نه ده ورسره کړې، خو د ګدوالو چارو رياست اوس ورسره ژمنه کړې، چې يوه ګونۍ غنم دوه ترپاله او دوی د اوبو ډبي به د مرستې په توګه ورکوي.

د کندهار د کډوالو چارو ریيس محمدعظيم نوابي وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د نور ولسواليو پرته يوازې د ارغنداب ولسوالۍ څخه ٦٢٩ کورنۍ ښار ته راکډه شوي دي.

د کډوالو چارو د ریيس په خبره چې دولت او يا په ځانګړي ډول د دوى اداره چې له کډوالو سره مرستې کوي دا مهال له بې ځايه شو کورنيو سره د مرستې لپاره هېڅ ډول امکانات په واک کې نه لري.

د ده په خبره د دغو کډوالو ستونزې يې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارو سره چې په دې برخه کې مرستې کوي شريکې کړي دي.

که څه هم د کډوالو چارو رياست د بېځايه شوو کورنيو لپاره د مرستې چمتوالی نه لري خو د کندهار والي وايي، چې په ولسواليو کې عمليات د همکاري د تدابيري پلان له مخې تر سره کيږي، چې تر عمليات وروسته به په سيمو کې د بيارغوني پروژي پيلوي او ګڼ شمير کسان به په دغه پروژو کې کار وکړي.


راپور: محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG