د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

قانوني: د ولسي جرګې یو پلاوی دې د رای شمېرنې بهیر وڅاري


ښاغلی قانوني وايي، هغه کسان دې رایې وڅاري چې ټاکنو ته کاندید نه وو.
ښاغلی قانوني وايي، هغه کسان دې رایې وڅاري چې ټاکنو ته کاندید نه وو.

د افغانستان ولسې جرګه وایي، چې د دې جرګې یوپلاوی باید د رایې شمیرنې او د انتخاباتي شکایتونو د څیړلو بهیرله نږدې څخه وڅاري.

د ولسې جرګې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو په اړه د شکایتونو په لړ کې ولسې جرګې پریکړه وکړه، چې د دې جرګې یو پلاوی دې د رایې شمیرنې او انتخاباتي شکایتونو بهیر له نږدې وڅاري.

د ولسې جرګې غړو د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې په انتخاباتو کې درغلۍ او سرغړونې ډیرې وبللي او غوښتنه یې وکړه، چې باید درغلي کوونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دوی وویل، چې دغه څارونکی پلاوی دې د ولسي جرګې له هغوغړو څخه جوړ شي چې انتخاباتو ته نه وو ولاړ.

د ولسې جرګې رییس محمد یونس قانوني په دې اړه د دې جرګې د غړو پریکړه داسی اعلان کړه:

"د ولسې جرګې یو پلاوی دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا رایې شمیرنې اوانتخاباتي شکایتونه وڅاري.

دوی دی د ولسې جرګې غړو ته دا راپور وړاندې کړي، چې انتخاباتي شکایتونه څنګه څیړل کیږي او درغلۍ کوونکي څوک او په کومه سطح کسان دي چې باید ورسره قانوني چلند وشي."

ولسي جرګې په داسې حال کې دا پریکړه وکړه، چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په انتخاباتوکې د پراخو درغلیو او سرغړونو له امله شکایتونه کیږي، حتی د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي، چې دوی ته څه باندې درې زره شکایتونه ور رسیدلي دي.

دوی وایي چې په جدي توګه دغه شکایتونه څیړل کیږي او له بشپړې څیړنې څخه وروسته به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي.

په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په خپلو کارونو کې خپلواکه دي او ولسي جرګه نه شي کولای چې د رایې شمیرنې له بهیرڅخه څارنه وکړي:

دغه راز د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم وایي، چې نوموړی کمیسیون په مرکز او ولایتونو کې په خپلو کارونو کې بشپړ صلاحیت او خپلواکي لري او په خلاص مټ کار کوي.

د دې کمیسیون غړي شاه سلطان عاکفي څرګنده کړه، که چیرې په ولایتونو کې د دوی په څیړنو او پریکړو څوک قناعت ونه کړي نو کولای شي، چې مرکز ته خپل شکایتونه ورسوي ترڅو دوی یې د ملي او نړیوالو څارونکو او د رسنیو د استازو په حضور کې په پوره غور او شفافیت سره وڅیړي.
XS
SM
MD
LG