د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

دانش:د محصلانو د تعلیم د لوړولو لپاره نوې هڅې کوو


د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست سروردانش
د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست سروردانش
د هېواد په پوهنتونونو کې د تحصیل د کیفیت د لوړولو په مقصد د لوړو زده کړو وزارت د دوي د نوېو هڅو څرګندونې کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست سروردانش وایي چې، دوي پلان لري چې د هېواد محصلانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د لوړو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي دانش د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې، د روان کال له پیل راهیسي یي د بهرنیو هېوادونو پوهنتونونو ته کابو یوزرو درې سوه محصلان لیږلي او هڅې روانې دي چې روانه لړۍ نوره وغځیږي. ښاغلي دانش زیاته کړه:

(( موږ پلان لرو چې د بهرنیو هېوادونو پوهنتونونو ته د افغان محصلان د بورسونو اندازه زیاته کړو، نړېوالی ټولنې په دې برخه ژمنې کړي دي، سږکال مو کابو یو زرو درې سوه محصلان بهر ته لیږلي، اوس یو سلو پنځوس قزاقستان ته لیږو، هیله ده دا لړۍ همداسې جاري اوسي.))

د لوړزده کړو د وزارت چارواکو وویل چې، په پام کې ده هغه ځوانان چې سږ کال یي د کانکور په ازموینو کې لوړې نومرې اخیستي د یوه تړون له مخې یي د روغتیا، انجینري، ښوونې او روزنې او پوځي برخو کې د قراقستان هېواد ته ولیږي.

په افغانستان کې د قزاقستان سفیر وایي، د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان نه د دوي دا مرسته وروستی نه، بلکې نورې مرستې به ورسره هم وکړي.

ځیني افغان محصلان اندیښمن دي چې، د قزاقستان لپاره په تنظیم شوي ازموینه کې، له واسطو کار اخیستل شوي، خو ځیني بیا د ازموینې له بهیر څخه خوښ وو:

((زما نوسهیلا دی، ما سږ کال د کانکور په ازموینه کې لومړی درجه اخیستی، زما نومرې کتل شوي او زه یي د قزاقستان بورس ته انتخاب کړی یم، زه د ازموینې له بهیر څخه راضي یم.))

سره له دې چې په وروستیو څو کلونوکې، هم افغان دولت او هم نړېوالې ټولنې د افغانستان د پوهنتونونو د تحصل د سطح پورته کېدو ته یو لړ پروګرامونه ترتیب او پلي کړي دي، خو د افغانستان خلک روانې هڅې کافي نه بولي، دوي وایي هرکال د هېواد له دولسمو ټولګیو څخه په لسګونو زره ځوانان فارغیږي چې ډیر لږ یي په پوهنتونو کې جذب او زیات یي وزګار پاتې کیږي.

دوي هیله ښي چې، وزګارو او له پوهنتونونو څخه پاتې ځوانانو ته دې د مسلکي او حرفیی زده کړو پروګرامونه پراخ کړي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG