د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

د پروان والي: په دې ولایت کې امنیت ښه دی


د پروان والي عبدالبصیر سالنګي
د پروان والي عبدالبصیر سالنګي
د پروان ولایت چارواکي وايي، سره له دې چې دغه ولایت له ځینو نا ارامو ولایتونو سره سرحد هم لري خو وسلوال مخالفین په کې د فعالیت توانايي نه لري.

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که څه هم حزب اسلامي او طالبان هڅه کوي چې په پروان کې امنیت ګډوډ کړي خو د نوموړي په خبره ، په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه پر وسلوالو ډلو غالب دي:

” د حزب اسلامي او طالبانو حرکت یو ځای دی، هغسي حرکت نه لري چي ولیدل شي، چې دا د حزب اسلامي حرکت دی، چې دوي دې په پروان ولایت کې یوه لاسته راوړنه ولري.

په کوه صافي کې کوچني عملیات کوي او بیرته تښتي، په غوربند کې ډیر پټ دي، فزیکي شتون او ډله نه لري.”

نوموړي زیاته کړه چې د پروان ولایت خلک له افغان ځواکونو سره د امنیت په ټینګولو کې پوره مرسته کوي.

همدارنګه ښاغلي سالنګي وویل چې انتخابات هم د نورو ګاونډېو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې په ښه ډول وشوه، چې د درغلیو او نورو ستونزو کچه به په کې کمه وي.

د ده په خبره چې په پروان ولایت کې یې د بیارغونې د پروژو د عملي کولو لپاره د ولایتي بیارغونې ډلې څخه 120 میلیونه ډالره ترلاسه کړي.

عبدالبصیر سالنګي وویل چې د سالنګ پر لویه لار هم کار روان دی او د سالنګونود ویجارو شوو سیمو د بیا جوړونې چارې یي چټکۍ سره روانې دي.

که څه هم د پروان چارواکي په دغه ولایت کې د امنیت او د بیارغونې د چارو په اړه خوښي څرګندوني خو د پروان د ځینو لرو پرتو سیمو خلکو بیا پخوا تر دې د امنیت او بیارغونې په برخو کې د ځینو ستونزو په اړه شکایتونه کړي دي.

معصوم میوند- کابل

XS
SM
MD
LG