د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د م.م سږنۍ عمومي غونډه په نیویارک کې


د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې سږنۍ عمومي غونډه پرون په نیویارک کې پیل شوه
د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې سږنۍ عمومي غونډه پرون په نیویارک کې پیل شوه
د امریکا ولسمشر په خپلې وینا کې د نړۍ د روانو حالاتو او لانجو دحل په هکله خپل نظر وړاندې کړ، ښاغلي بارک اوباما زیاته کړه:

(زه چې نن ستاسو مخې دلته ولاړ یم یوه روښانه راتلونکی وینم، یوه داسې راتلونکې چې په عراق باندې نه د کوم مستبد چارواکي او نه بهرنۍ حکمراني وي او افغانستان له جنګ جګړو خلاص شوی وي.

داسې راتلونکې چې د فلسطینیانو او اسراییلیانو ماشومان د ځان لپاره هغه امن راولي چې د دوي مشرانو ورته رانه وړ او یوه داسې نړۍ چې انسانیت د بې وزلۍ او ناروغیو له کومي را وباسي او هرچاته د پرمختګ په لاره د تګ یوشان موقع په لاس ورکړي.)

په افغانستان کې د امریکا د حکومت د تګ لارې په اړه اوباما غونډې ته دا هم وویل:

(امریکا او متحدین په افغانستان کې هلې ځلې کوي چې د طالبانو زور په شا وتمبوي، د افغانستان د حکومت او د هغه د امنیتي ادارو کار او استعداد پياوړی کړي څو دیته لاره اواره شي چې د را روانې جولای په میاشت کې د هېواد د امنیت چارې افغان ادارو ته وسپارل شي.)

بارک اوباما د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د امریکایي مرستو په اړه رضامندي څرګنده کړه او د نړۍ په حکومتونو یي غږ وکړ چې له پاکستان سره خپلې مرستې نورې هم پراخه کړي:

(پاکستان کې له راغلیو وروستیو سیلابونو سره سم موږ د خپلو مرستو ژمنه کړې ده او موږ ټولو ته په کار دی چې په پاکستان کې سیلاب ځپلو سره پوره مرستې او کومک وکړو.)

د ایران د اټومي شخړې په هکله ولسمشر اوباما د خپلو تېرو هلوځلو یادونه وکړه او یوځل بیایي دغه هېواد ته د خبرو اترو له لارې د لانجې د حل وړاندیز وکړ، ښاغلي بارک اوباما بیا هم په دې اړه داسې وویل:

(امریکا او نړېواله ټولنه له ایران سره د خپلو اختلافاتو حل غواړي، د دې لپاره مو د ډیپلوماسۍ دروازې خلاصې پریښي دي خو په شرط د دې چې ایران چمتوالی وښيي، خو ضروري داده چې د ایران حکومت باید کره او اعتباري خبرې وکړي او نړۍ ته په څرګند ډول ووایي چې اټومي پروګرام یي د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.)

ولسمشر اوباما د ملګروملتونو د عمومي ټولنې غونډې ته وویل چې غواړي په عراق کې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او په دغه هېواد کې پاتې امریکایي ځواکونه ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه کړي:

(په داسې حال کې چې موږ په عراق کې خپل عملیات رانغاړو د القاعده خلاف مو په دغه هېواد کې جنګ نورهم ګټور کړی، موږ اوس خپله ټول پام دیته اړولی چې له عراقي ولس سره یوه پخه ملګرتیا جوړه کړو او د را روان کال تر پایه خپل ځواکونه له دغه هېواده بهر کړو.)

د ملګروملتونوعمومي منشي بان کي مون هم د غونډې د پیل په وینا کې وویل، د نړۍ د وضعیت د بهتر والي لپاره ټاکل شوي اهداف په هغه صورت کې ترسره کیږي چې دولتونه له ملګرو ملتونو سره په کلکه ودریږي:

(لکه څنکه چې موږ نن ټول دلته سره راټول شوي یو نو باید دا خبره هم درک کړو چې یو بل ته سره لاس ورکړو او داسې نتایجو ته سره ورسیږو چې محتاجو خلکو ته واقعي مرستې او امداد ورسیږي.)

د ملګرو ملتونوعمومي منشي بان کي مون او د امریکا ولسمشر بارک اوباما دواړو د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې په غونډې غږ وکړ چې د بشري حقوقو د ساتنې او د ډیموکراسی د ودې لپاره دې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندی کړي.
XS
SM
MD
LG