د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

۲۹میرمنو د پوځي زده کړو څخه وروسته فارغې شوي


ناټو او متحد ایالات د افغانستان د پوځ، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پر روزنې او پراختیا ټینګار کوي
ناټو او متحد ایالات د افغانستان د پوځ، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پر روزنې او پراختیا ټینګار کوي
۲۹ ښځو په افغانستان کې پوځي زده کړې تر لاسه کړې او ورته د فراغت سندونه ورکړای شول،د افغانستان پوځ له څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره ښځې په خپل کتار کې ومنلې. د پنجشنبې په ورځ نهه ویشت ښځو خپلې پوځې زده کړی پای ته ورسولې او هیله منې دي چې د افغانستان د امنیت لپاره کار وکړي .

افغان ولسمشر حامد کرزي، ناټو او متحد ایالات د افغانستان د پوځ، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پر روزنې او پراختیا ټینګار کوي څو د پلان له مخې بهرني پوځیان له دې هېواده ووځې او خپله افغانان امنیتي چارې پرمخ بوځي، خو په پشپړه توګه به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ډیر وخت ونیسي.

متحد ایالات وايي چې، راتلونکی اوړی به له افغانستانه د امریکایي ځواکو نو وتل پیل کړي، مارې شریفي چې نوی د پوځې روزنې له مرکزه فارغه شوی وایي، زه ژمنه کوم چې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړم او په هماغه لار چې زما افغان ورونه روان دی زه هم د هغوي په پل پل کیږدم، ځکه خو مې دا دنده غوره کړې ده.

ښځې په افغانستان کې د جګړو لومړېو لیکو ته نه لیږل کیږي بلکه دوي به ډیر ادارې کارونه تر سره کوي، افغان ښځو په اتیایمې لسیزې کې په پوځې خدمتونو کې برخه درلوده خو د کورنیو جګړو په وخت کې دوې له پوځې لیکو لرې شوي .

بریتانوي روزونکو چې په افغانستان کې یی د نوېو ښځینه پوځیانو د روزلو پر چارو څارنه کوله وایي، نوې فارغانې ډیرې ښې او کار ته علاقمنده سرتېري دي،د افغانستان د پوځ او پولیسو شمېر درې لکو ته رسیږي چې شاوخو یو نیم لک بهرني سرتېري هم ورسره دي .
XS
SM
MD
LG