د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۵

د برېښنا شرکت نور خصوصي فعالیت کوي


په کابل د امریکا د متحده ایالتونو د نړېوالې پراختیايي ادارې یوه مسئول ریدشېلمن په دغه غونډه کې وویل، دوی ژمن دي، چې په افغانستان کې د انرژي په برخه کې ډېرې زېرمې جوړې کړي
د بریښنا شرکت چارواکي تمه لري چې د دغه شرکت په خصوصي کېدو سره به په کابل ښار کې د بریښنا د ویش او د هغې د بیلونو د تحویلولو چارې چې اوس یې په اړه شکایتونه موجود دي، منظمې شي.

دوي وايي، چې له دې وروسته د برېښنا شرکت د یوه خصوصي شرکت په توګه خپل فعالیتونه مخته وړي، خو د اوبو او برېښنا وزارت به د یوه سهم لرونکي په توګه ورسره پاتې کیږي.

د برېښنا شرکت رييس جلیل شمس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د برېښنا شرکت د فعالیتونو په اړه وویل:

( موږ د برېښنا شرکت په چوکاټ کې یوه سوداګریزه برخه جوړه کړې، چې دنده یي د هغه برېښنا خرڅلاو دی، چې د تخنیکي دستګاو له خوا په واک کې ورکړل شوې، د عواېدو راټولول دي، له مشتریانو سره اړیکې دي، په بازار کې د شرکت ښه پېژندل دي او رقابت کول دي په داسې حال کې، چې موجود وي.

موږ هڅه کوو، چې له یوې خوا له شبکې سره لوی مصروونکي ونښلوو او بل خوا تجارتي موسسو ته، چې ۳ فازه برېښنا ته اړتیا ولري په ازاده توګه په واک کې ورکړو.)

چارواکو وویل چې، له دغه شرکت سره د فعالیتونو د ښه والي او همدا راز د خصوصی کېدو په بهیر کې، نړېوال بانک او د امریکا د متحده ایالتونو د نړېوالې پراختیا ادارې مرسته کړې.

په کابل د امریکا د متحده ایالتونو د نړېوالې پراختیايي ادارې یوه مسئول ریدشېلمن په دغه غونډه کې وویل، دوی ژمن دي، چې په افغانستان کې د انرژي په برخه کې ډېرې زېرمې جوړې کړي.

(زموږ رول د افغان حکومت لپاره مرسته ده، موږ د انرژي په برخه کې د وزارتونو په ګډون له یوه کمیسیون سره همکار ېو.

په همدې حال کې موږ په درېو فرعي کمیسیونونو کې هم همکار یو، چې د انرژي، د مرسته کوونکو د فعالیتونو د تنظیم او په اقتصادي چارو کې کار کوو، چې ټول دغه مسایل په افغانستان کې د انرژی د سکټور د پیاوړتیا په برخه کې دي.)

د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت چارواکي وايي ، چې اوس مهال څه باندې پنځه میلیونه خلک له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.

دوي وايي، په دې هڅه کې دي، چې د کابل ښار او د هېواد په نورو سیمو کې، چې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي، برېښنا ورسوي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې بریښنا زیاته شوې ده، خو تراوسه یې ځینې سیمې له بریښنا بې برخې دي، خو چارواکي وايي، چې په ټول ښار کې د بریښنا د شبکې د غځولو لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG