د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

راپور:د افغانستان د جګړې په سر په امریکا کې اختلافات شته


”د اوباما“ جګړې په کتاب کې ولسمشر اوباما یو داسې ارام او د مسلکي څېرې خاوند مشر ښودل شوی چې یو وخت ممکن د افغانستان د جګړې په اړه خپل خپګان په ډاګه کړي .
”د اوباما“ جګړې په کتاب کې ولسمشر اوباما یو داسې ارام او د مسلکي څېرې خاوند مشر ښودل شوی چې یو وخت ممکن د افغانستان د جګړې په اړه خپل خپګان په ډاګه کړي .

د افغانستان جګړه چې د امریکا د متحده ایالاتو سیاست والو سمه او پر حقه جګړه بلله، د امریکا تر بلې هرې جګړې اوږده شوې او نتیجه یي هم تر اوسه نه ده معلومه. مشهور امریکایي لیکوال باب ووډوارډ ”داوباما جګړې“ په نامه یو کتاب لیکلي چې تر اوسه بازار ته نه دي وتلي خو یوه کاپي یي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته رسېدلې ده.

په ۲۰۰۹ کال کې په دې اړه چې د افغانستان جګړه به تر کومه حده پراخه شي، د سپینې ماڼۍ د اوږدو مباحثو په جریان کې دوو چارواکو د افغانستان د جګړې د بري په اړه شک کاوه او د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو د پیل په نېټې باندې هم ځیني جنرالان سم نه وو پوهیدلي.

”د اوباما جګړې“ د کتاب مشهور لیکوال باب ووډوارد چې په ۱۹۷۰ لسیزې کې یي د واټرګیټ دسیسه را برسېره کړې وه، په خپل کتاب کې یي په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان د جګړې په اړه د تودو بحثونو یاودنه کړی ده.

”د اوباما“ جګړې په کتاب کې ولسمشر اوباما یو داسې ارام او د مسلکي څېرې خاوند مشر ښودل شوی چې یو وخت ممکن د افغانستان د جګړې په اړه خپل خپګان په ډاګه کړي .

په کتاب کې لیکل شوي چې ولسمشر اوباما به یو وخت افغانستان ته د نورو عسکرو د متواترو غوښتنو له امله ستړی شي.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه وړاندې لیکي: د ولسمشر اوباما همکاران او ملګري هم د هغه تر شا غیبت او بد ګویي کوي. د ده مرستیال جو بایډن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي ریچارډ هولبروک په اړه ویلي،” ما تر اوسه د هولبروک په څېر خود خواه او سخت سری سړی نه دی لیدلی“.

ورځپاڼه زیاتوي، داسې اندیښنې هم شته چې د ولسمشر اوباما د امنیتي مشاور جنرال جیمز جونز پر ځای چې په واشنګټن کې زیات محبووبیت نه لري ، د هغه مرستیال وټاکل شي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس سخت اندیښمن دی او وایي، که چیرې د جنرال جونز پر ځای د هغه مرستیال تاماس ډانیلن وټاکل شي دا به یو ستر مصیبت وي.

د ورځپاڼې په باور، په سپینې ماڼې کې د بیلتون په اړه ویل کیږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال پیتریاس د سپینې ماڼۍ له جګ پوړې پالیسۍ یا ستراتیژۍ جوړونکي ډيویډ اکسیلروډ سره مخالفت لري او د ده په وینا، نه غواړي د سپینې ماڼۍ د ملاتېر سره تماس ټینګ کړي .

”د اوباما جګړې“ د کتاب لیکوال باب ووډوارد وایي، له دې سره سره چې جمهوریت غوښتونکي په ولسمشر اوباما باندې انتقاد کوي چې دی له امریکا څخه د دفاع توان نه لري، بیا هم جمهور رییس اوباما د پاکستان په قبایلي سېمو کې په القاعده وسله والو باندې د بې پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG