د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۸

په کابل کې د قلعه زمان خان اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ په ضد لاریون وکړ


لاریون کوونکي وايي، نږدې ۱۸ کاله کیږي چې ښاروالۍ موږ په بېلابېلو بهانو غولوي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي، چې د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې د ځمکې د ملکیت شل کلن اسناد په لاس کې لري، له کابل ښاروالی څخه د ځمکو د تسلیمۍ غوښتونکي دي.

د کابل ښار په لسګونو اوسیدونکي د چهارشنبې په ورځ د کابل ښاروالۍ مخې ته راغونډ شوي و او د قلعه زمان خان په سیمه کې یې د خپلو ځمکو د تسلیمۍ غوښتنه یې کوله.

دغو لاریون کوونکو په داسې حال کې، چې د ځمکې د ملکیت اسناد په لاس کې درلودل، په دغه برخه کې يې د کابل ښاروالۍ چارواکي په ناغېړۍ تورن کړل.

دوی همداراز وايي، تر هغې چې دوی ته خپلې ځمکې ورنه کړل شي، دوی به خپلو لاریونونو ته ادامه ورکوي.

دوی ادعا کوي، چې له شلو کلو راهیسې له دوی سره د ځمکو د وېش د دروغو ژمنې کیږي.

له لاریون کوونکو څخه دوو تنو يې ازادي راډیو ته وویل:

"زه عبدالمجید یم، په قلعه زمان کې مې نمره ده، په کال ۱۳۷۱ کې مې ښاروالۍ ته پیسې هم ورکړي دي، تر اوسه ماته خپل حق نه دی راکړ شوي، هره ورځ مې پیسې مصرفيږي او ښاروالۍ ته هم حاضري ورکوم خو زموږ حق موږ ته نه راکوي، موږ خپل حق غواړو او په نره یې غواړو.

زما نوم محمد نعیم دی، په ۱۳۷۲ کې مې په قلعه زمان کې دوه نمرې اخیستي دي، له هغې ورځې تر اوسه هره ورځ ښاروالۍ ته د خپل سند د ترلاسه کولو لپاره راځو خو په بېلابېلا بهانو موږ غولوي، اوسني ښاروال دغه پروژه افتتاح کړه خو بیا هم موږ ته زموږ حق نه راکوي."

دوی همداراز وايي، چې اتلس کاله مخکې اته زره او پنځو سو کسانو ته د ځمکو اسناد ورکړل شوي او په دومره موده کې، چې څو ځلې د ښاروالۍ له خوا اضافه ټاکل شوې پیسې هم سپارلي دي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي د لاریون کوونکو ادعاوې مني او د کابل ښاروالۍ پخواني مسولین په دې برخه کې ګرم بولي، چې د ځمکې د ملکیت د اسنادو په نه موجودیت کې يې ځمکې وېشلې دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال، عبدالرزاق عبدالرحیم زي وویل، چې په کابل ښار کې تراوسه پورې د ځمکو له څلویښت زرو څخه ډیر اسناد خلکو ته ورکړل شوي خو ځمکې نه دي ورته سپارل شوي.

نوموړي که څه هم د ځمکو د استملاک ستونزه د ځمکو د نه وېشلو عمده لامل بولي خو له دغو کسانو سره یې د ځمکو د وېش ژمنه وکړه.

"دوی مستحق دي، دوی ریښتیا هم وايي، چې پیسې یې شارولۍ ته سپارلي دي، خو متاسفانه دوی ته پخوا ځمکې نه دي ورکړل شوي.

کابل ښاروالۍ ژمنه ده، چې د دوی لپاره په ځانګړو شویو سیمو کې به څمکې ورووېشل شي. د دوی شمېر شا و خوا له ۴۰ تر ۵۰ زرو کسانو ته رسیږی خو کابل ښاروالۍ هڅه کوي، چې دوی ته په ځانګړو شویو سیمو کې ځمکې ورووېشي."

په تېرو څو لسیزو جګړو کې او له هغې وروسته د افغانستان په اکثرو سیمو کې زورورو کسانو دولتي ځمکې نیولې دي، ځینو یې په دغو نیول شویو ځمکو کې ښارګوټي هم جوړ کړي.

خو له دې سره سره بیا هم د مسکن د کموالي ستونزه نه ده هواره شوې او د کابل ښار ډېري اوسیدونکي په کرايي کورونو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG