د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

شریفي: په ډېرو درغلیو تورن کسان به څارونوالۍ ته معرفي شي


د ښاغلي شریفي په وینا له پنځو ولایتونو څخه د درغلیو په اړه ډېر شکایتونه راغلي، چې څېړل یې وخت ته اړتیا لري.
د ښاغلي شریفي په وینا له پنځو ولایتونو څخه د درغلیو په اړه ډېر شکایتونه راغلي، چې څېړل یې وخت ته اړتیا لري.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې د شکایتونوڅیړل جدي روان دي او یوشمیر هغه کسان به څارنوالۍ ته معرفي کړي، چې ډیرې درغلۍ یې کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا مني چې د ولسې جرګې د انتخاباتو په اړه ډیر شکایتونه موجود دي خو ډاډ څرګندوي، چې په چټکۍ او پوره دقت سره به ورته رسیدګي وشي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د دغو شکایتونو له څیړلو سره به د ولسې جرګې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو اعلانول ونه ځنډول شي.

ښاغلي رفعت وویل، چې تراوسه د ولسې جرګې د انتخاباتو په اړه کابو دوه نیم زره شکایتونه دوی ته رسیدلي، چې هرو مرو به وڅیړل شي:

"موږلاهم د شکایتونو د موندلو په حال کې یو خو دا مخکې له وخته ده، چې د شکایتونو او سرغړونو څرنګوالی او کره شمیر په ډاګه کړو.

موږباید انتظار وباسو چې د ترلاسه شوو شکایتونو په اړه څیړنې بشپړې شي او وروسته یې څرنګوالی او دقیقه شمیره معلومه شي."

ده وویل چې د ولسې جرګې د انتخاباتو په اړه ډیر شکایتونه د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او بدخشان له ولایتونو څخه دوی ته ور رسیدلي، چې څیړل به یې ډیروخت ته اړتیا ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د تیرې شنبې له ورځې چې په دې هیواد کې د ولسې جرګې انتخابات شوي له بیلابیلو ولایتونو څخه په انتخاباتو کې د ډول ډول درغلیو راپورونه ورکول کیږي.

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وایي، چې دوی به هرهغه شکایت ته په پوره غور او صداقت سره رسیدګي وکړي، چې په اړه یې اسناد او شواهد وړاندې شوی وي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د قضایي څانګې مسوول سید مراد شریفي:

"کوم شکایتونه چې موږ ته رارسیدلي دي، موږ ژمن یو او ټولو هېوادوالو سره مو دا تعد دی، چې یو یو شکایت به څېړو او هره یوه رایه چې دوی ورکړې ده، د هغې نه به موږ حفاظت او ساتنه کوو. "

ده په ډاګه کړه چې هغه کسان به هرو مرو څارنوالۍ ته معرفي شي، چې په انتخاباتو کې د ډیرو درغلیو او سرغړونو په کولو تورن دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مخکې نه دا اعلان کړی، چې د ولسې جرګې د انتخاباتو قسمي نتایج به د پنجشنبې په ورځ او لومړني نتایج به یې د تلي یا میزان په اولسمه نیټه العان شي.

دغه راز ویل شوي، چې د ولسې جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د عقرب یا لړم د میاشتې په اتمه نیټه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG