د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د کندهار قومي مشران:د سولي دعالي شورا لپاره دې باوري کسان وټاکل شي


د کندهار قومي مشران
د کندهار قومي مشران
د کندهار لسګونو قومي مشرانو د سولې د ورځې په مناسبت په يوه غونډه کې له دولته وغوښتل چې د سولې د عالي شورا لپاره د کندهار څخه داسې باوري کسان وټاکي ترڅو وکولای شي چې د حکومت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ واټن راکم کړي.

څو میاشتې مخکې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې وړاندیز وکړ چې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو اترو لپاره دې یوه عالي شورا جوړه شي.

د کندهار لسګونو قومي مشران نن د دې پريکړې هرکلۍ وکړ او ویې ویل چې سوله یوازې له پوځي لارې نه شي راتلای او د مخالفينو سره دې خبري وشي تر څو جنګ ځپلی افغانستان ته سوله راشي .

د کندهار د قومونو او قبايلو چارو ريس عبدالباقي روغبت ازادۍ راډيو وويل کندهار چې د افغانستان تر بل هر ولايت ډير جنګ ځپلی دی نو دولت دې د دې سيمې څخه داسې کسان د سولې په عالي شورا کې داخل کړي چې وکولاي شي د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ خبرې وکړي:

(( کندهار کې ستونزی ډير زيات دي کوشش دې وشي چې د دې سيمې ځينې موثر شخيصيتونه چې هغه وکولای شي چې د مخالفينو سره ليدنه او کتنه وکړي او هغه اعتماد پرې وکړي ))

احمد جان نظري چې په ياده غونډه کې يي ګډون کړی وو ازادۍ راډيو وويل چې د دوي غوښتنه داده چې باید د سولې د عالي شورا غړي داسې کسان وي چې په تېرو جګړو کې ښکیل نه وي:

(( بايد د سولې په دغه جرګه کې هغه کسان وي چې د ولس زيات اعتماد پرې وي او د ولس نمايندګي وکولای شي په دې کې اهل کسان بايد وټاکل شي با استعداده وي با تجربه وي د خلکو له خوا منل شوي اشخاص وي وي او لاسونه يي په وينو سره نه وي. ))

د کندهار قومي مشران په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو څو ورځې مخکې وويل چې د سولې د عالي شورا لست نهايي شوی دی او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي .

راپور : محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG