د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

عمر: له امنیتي ستونزو سره سره انتخابات بریالي وو


ښاغلی عمر وايي، چې ولسمشر کرزي د ولسي جرګې د ټاکنو پر سر د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډې ته ورتګ لغوه کړ
ښاغلی عمر وايي، چې ولسمشر کرزي د ولسي جرګې د ټاکنو پر سر د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډې ته ورتګ لغوه کړ

افغان حکومت د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدل یوه لویه لاس ته راوړنه بولي او وایي سره له دې چې د دې انتخاباتو په وړاندې خنډونه او ستونزې پرتې وې خو بیا هم دا انتخابات په ډاډمنه امنیتي فضا کې ترسره شول.

افغان حکومتي چارواکي وایي، چې دا به مخکې له وخته وي، چې د ولسي جرګې په ترسره شوو انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه څه وویل شي.

د ولسمشر ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې اوس حکومت ته مهمه دا ده، چې د امنیتي ستونزو سره سره خلک د رایو صندوقونو ته لاړل او خپلې راېې یې وکارولې:

"سره له دی چې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د دښمن اراده قوي وه خو بیا هم په انتخاباتو کې ښځو او نارینه وو په میړانه او زړورتیا ګډون وکړ، چې دا انتخابات یوه لویه لاس ته راوړنه ده.

تر کومه ځایه چې د انتخاباتو د ترسره کیدو د څرنګوالي او کیفیت په اړه بحث دی دا به مخکې له وخته وي، چې په اړه یې قضاوت وشی."

ښاغلی عمر همدا راز وویل، چې دا انتخابات د افغان ولسمشر لپاره هم ځانګړي اهمیت لري، ځکه چې د ده په خبره ښاغلی کرزی د انتخاباتو له امله د ملګرو ملتونو د سازمان په کلنی عمومي غونډه کې ګډون ونه کړ.

نوموړي وویل د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه وروسته د رایو شمېرل او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا سرغړونواو درغلیو ته رسیدګي ډیره مهمه ده او دې حساسې مرحلې ته په پام کې ولسمشر کرزي امریکا ته خپل سفر لغوه کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د تیرې شنبې په ورځ ترسره شول، د هېواد په څلور دېرش ولایتونو کې خلکو په کې ګډون وکړ او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې له څلور ملیونو څخه زیاتو کسانو په کې برخه واخیسته.

د ولسي جرګې د دوهم پړاو د انتخاباتو لپاره امنیتي ستونزې، د جعلي کارتونو استعمالول او د د درغلیو په اړه راپورونه هغه څه دي، چې له امله یې خلکو اندیښنه درلوده او اوس هم اندیښمن دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وایي، چې په دې انتخاباتو کې د درغلیو په اړه یې لسګونه شکایتونه ترلاسه کړي چې اوسمهال یې په څیړنه بوخت دي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي، تر هغه پورې چې را رسیدلي شکایتونه ونه څیړل شي د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به اعلان نه شي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG