د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

معنوي: په ۲۲ ولایتونو کې رایې شمېرنه بشپړه شوه


ښاغلي معنوي وايي، دا مني چې په ټاکنو کې درغلۍ وې خو دومره نه وې، چې د ټاکنو مشروعیت له منځه یوسي.
ښاغلي معنوي وايي، دا مني چې په ټاکنو کې درغلۍ وې خو دومره نه وې، چې د ټاکنو مشروعیت له منځه یوسي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د هیواد په دوه ویشت ولایتونو کې یې د ولسي جرګې د انتخاباتو رایې شمارلي او په پاتې نورو ولایتونو کې به هم رایه شمیرنه ژر بشپړه شي.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د رایو شمیرنه د شنبې په ورځ د رایې ورکولو د بهیر له پای ته رسیدو سره سمه پیل شوه، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل، تراوسه پورې په دوه ویشتو ولایتونو کې دغه بهیر بشپړ شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي د یکشنبی په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که څه هم په نورستان ولایت کې د شمیرل شویو رایو په اړه معلومات نه لري خو د هیواد په یولسو نورو ولایتونو کې به هم رایه شمیره ژر پای ته ورسیږي.

ښاغلي معنوي د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ وباله او ویې ویل، له امنیتي ستونزو سره سره د دوی د لومړنیو راپورنو له مخې له څلورو ملیونو نه ډیرو خلکو په کې ګډون کړی و:

"که څه هم د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون کوونکو په اړه کره معلومات نه لرو خو کولای شو، چې په ډاډه توګه ووایو، چې د ګډونکو شمیر له څلور میلیون څخه اوښتی دی.

هغه مرکزونه چې پرانیسي او تړل شوي وو، بیا هم پنځه زره درې سوه پنځه پنځوس مرکزونه خلاص وو، له بده مرغه چې درې سوه څلور مرکزونه تړلي پاتې شول، او د یو سله اوه پنځوس مرکزونه په اړه هیڅ راز معلومات نه لرو چې ایا تړل شوي وو که خلاص وو؟"

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون همدا راز د انتخاباتو په بهیر کې د دې کمییسیون د کار کوونکو د وژلو رپوټونه هم ومنل.

ښاغلي معنوي وویل، چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کمیسیون درې کارکوونکي له اختطاف وروسته وژل شوي او په یوشمیر نورو ولایتونو کې د دندې پر مهال د دې کمیسیون دیارلس کارکوونکي ټپیان دی.

نوموړي همدا راز وویل، چی د انتخاباتو په ورځ د رای اچونې په درې نوي مرکزونو وسله والې حملې شوي، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتي خو دوی یې په اړه کره معلومات نه لري.

ښاغلي معنوي د انتخاباتو په ورځ د دې کمیسیون ځیني نیمګړتیاوې ومنلې خو ویې ویل، چې دومره زیاتي نه دي چې د انتخاباتو مشروعیت ته زیان ورسوي.

"زه دا کامله منم، چې نیمګړتیاوې موجودې وې، که چیرې دا نیمګړتیاوې نه وای نو دا خو طبیعي خبره ده، چې دا به ستونزمنه وه چې موږ دا انتخابات ومنو، موږ د افغانستان په شان یو هیواد کې د معجزي دعوا نه لرو، موږ د یوې پروسې اجرا کوونکي وو، تر کومه چې یې امکان و پر مخ مو یوړه.

یو سوری کوونکی ماشین چې خراب و، دا هیڅ نه شی کولای چې بهیر ته بدلون ورکړي، رنګونه چې پاک شوي اصلا هغه کس چې غوښتل یې رنګ پاک کړي علت یې څه وو؟ ولې یې غوښتل رنګ د تیزابي مادې په وسیله پاک کړي؟ موږ به دا وڅیړو او په دې اړه مو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته شکایت کړی دی، دا چې کوم کار کوونکی چیرې تیروتنه کړي وي دا ممکن شاید کړې یې وي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د همدې لپاره جوړ شوی او دا به وڅیړي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په وینا ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې په ټول افغانستان کې د رای شمیرنې بهیر بشپړ او لومړني نتایج به یې د راتلونکي تلې میاشتې په اولسمه نیټه اعلان شي.

که څه هم خلک د انتخاباتو د پروسې په اړه د درغلیو همداراز په ځینو سیمو کې د ناامنیو په اړه شکایتونه کوي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د افغانستان د ولسي جرګې دویم ځل انتخابات په روانو ناوړه امنیتي شرایطو کې بیا هم په کامیابۍ سره ترسره شول.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG