د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

په پارلماني چارو کې د دولت نوی وزیر وټاکل شو


ډاکټر همایون عزیزي په پارلماني چارو کې د دولت نوی وزیر
ډاکټر همایون عزیزي په پارلماني چارو کې د دولت نوی وزیر

د افغانستان د جمهور ریيس حامد کرزي د فرمان له مخې، ډاکټر همایون عزیزي په پارلمانی چارو کې د دولت وزارت ته نوی وزیر وګمارل شو.

د دولت او ملي شورا ترمنځ د اړیکو دلا ټینګښت په مقصد، په پارلماني چارو کې د دولت نوی وزیر وټاکل شو. د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي د یوه نوي فرمان له مخې، ډاکترهمایون عزیزي، د یکشنبې په ورځ پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په ټوګه په کارپیل وکړ.

په دې مناسبت په کابل کې د کابینې او ملي شورا د یوشمېرغړو په ګډون یوه ناسته جوړه شوې وه.

په پارلماني چارو د دولت نوي وزیر ډاکترهمایون عزیزي وویل، دی به هڅه وکړي، چې ورسپارل شوې دنده په پوره صداقت سره پرمخ بوزي:

"موږ ژمنه کوو، چې په صادقانه هلو ځلو، دولت او پارلمان یو د بل مخه ونه نیسي. هڅه کوم چې په وزارت کې کاري ظرفیتونه لوړ کړم ترڅو چارې په ښه توګه او ګړندۍ پرمخ ولاړې شي."

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت کابو نوی ارګان دی، چې په دې وروستیو کې د دولت په چوکاټ کې لومړی د یوې ادارې او وروسته د یوه وزارت په بڼه رامنځته شو.

دا وزارت نه یوازې دا چې د دولت او پارلمان ترمنځ چارې پرمخ وړي بلکې د دولت د ټولو ارګانونو اجراییوي اړیکې له جمهوري ریاست سره ټینګوي.

په دې مناسبت په جوړې شوې ناسته کې د مشرانو جرګې ریيس صبغت اله مجددي هیله وښوده، چې نوی وزیر د دولت او ملي شورا ترمنځ اړیکې لا پسې نیک او پراخ کړي، ده وویل:

"خدای دې ده ته هم توفیق ورکړي، چې د پارلمان او دولت اړیکې ښې او پراخې کړي، د دواړو لوړ اشتباګانې د قانون له مخې وڅیړي او په هکله یې اجراات وکړي."

افغان چارواکي هیله ښيي، چې د نوي ولسي جرګې اړیکې د نوي وزیر په راتګ له دولت سره، د پراخو همکاریو، یو نوي باب پرانیزي.

پخوا تردې د دولت او پارلمان ترمنځ اړیکې کله نا کله د ځینو اجرااتو په هکله، ناندرو اوښتي.

راپور: خان محمد (سیند)
XS
SM
MD
LG