د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۵

یکشنبې د وږي ۲۸ مه


نن د کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات څیړلي او مقالې او تحلیلونه يي پرې خپرې کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې لیکلي انتخابات وشول خو شکایتونه یې لا پاتې دي.

ورځپاڼې لیکلي د انتخاباتو په لومړي ورځ د شکایتونو د اورېدو کمیسیون اعلان وکړ چې یو لړ شکایتونه ور رسېدلي دي، خو دا یوازې د یوې ورځې محصول دی او لا ډیر نور شکایتونه ښایي په مخ کې وي.

خدمتګار لیکلي اوس دا د شکایتونو د اورېدو کمیسیون مسئولیت دی چې شکایتونه داسې په دقیقه توګه وڅیړي چې د کاندیدانو او خلکو قناعت پرې ترلاسه کړای شي.

راه نجات:


راه نجات ورځپاڼې هم لیکلي چې له د ویرې او ګواښونو په ترڅ کې بالاخره انتخابات پرته له کومې جدي ستونزې ترسره شول.

ورځپاڼې د ولسي جرګې انتخابات له ټولو ستونزو سره سره یې په هېواد کې د دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت پر لور یو مثبت ګام بللی شو.

راه نجات زیاته کړه، خو له خلکو سره تراوسه پورې دا هیله شته دی چې په هېواد کې به د بشپړې شوې او ثبات په ټینګېدو سره له نیمګړتیاو او ستونزه پرته انتخابات به هم یوه ورځ ترسره کیږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله د (افغان ولس له یوې سترې ازموینې بریالی راووت ) تر سرلیک لاندې کښلې.

ورځپاڼې په انتخاباتو کې د خلکو ونډه ستایلې او لیکلي یې دي، د وسلوالو مخالفینو له تبلیغاتو سره سره چې اندېښنې یې را پیدا کړې وې، خلکو د رایې ورکولو جرئت وښوده.

هېواد لیکلي، د هغو سیمو خلک چې د امنیتي ستونزو له امله په کې پرون د رایې ورکولو مرکزونه نه و پرانیستل شوي، هم پر ولسوالۍ کلک باور لري او که له امنیتي پلوه شرایط ورته برابر شوي و، نو ضرور به یې رایه ورکړې وه.

اراده:

ارادې ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د ولسي جرګې انتخابات څیړلي او لیکلي یې دي، درغلي او فني ستونزې یې د مشروعیت په اړه لویې ننګونې دي.

ارادې همدا راز په غزني ولایت کې هم د انتخاباتو د بهیر په اړه یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د نا امنیو او د رایې پاڼو د نشتوالي له امله د دغه ولایت په زرګونو اوسیدونکو رایه ورنشوای کړای.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د تېرو انتخاباتو د یوه کاندید عبدالله عبدالله نظر هم خپور کړی چې ویلي یې دي، په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي. ښاغلي عبدالله د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون نه غوښتي چې د درغلیو دقیقه ارزونه وکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه لیکلي، د لویو غمیزو او وینو توییدو له احتمال سره سره په کې د مرګ ژوبلې کچه کمه وه او دا یې یو ښه اړخ و.

خو دا چې څومره درغلۍ، لاس وهنې، غلطۍ او کمزورۍ په کې وې ، په دې سملاسي څه ویل ګران دي.

ویسا د ولسي جرګې د انتخاباتو تر ټولو بد اړخ د رایې ورکولو د څه باندې یوولس سوو مرکزونو تړل کېدل بللي چې د لیکوال په باور د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د خپلو ستونزو د را کمولو لپاره دا کار کړی و.

ورځپاڼې همدا راز ليکلي دي چې د جعلي کارتونو کارول، د رنګ ستونزه او د زورورو کسانو د نفوذ د اعمال پېښې هم په کې موجودې دي.
XS
SM
MD
LG