د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

عظیمي: د عمران فاروق تر وژنې وروسته به په کراچۍ کې امنیتي حالت خراب شي


احمد شاه عظیمي وايي، چې ډاکټر عمران په پاکستان کې MQM یعنې د متحده قومي غورځنګ چې پخوا د مهاجر قومي مومنټ په نامه یادېده مهم غړی او د دغه ګوند د بنسټ اېښودونکو له ډلې څخه و چې په لندن کې ووژل شو.

د ده په وینا د ښاغلي عمران قاروق وژنه به د کراچۍ ښار پر امنیتي حالت منفي اغېزه وکړي او د دې امکان شته چې په دې ښار کې امنیتي حالت کرکېچن شي.

ډاکټر عمران فاروق چې د MQM یعنې د متحده قومي غورځنګ پځوانی غړی و، تېره ورځ د انګلستان مرکز لندن کې د چړو په وارونو ووژل شو او په پاکستان کې دغه ګوند د لسو شپو د ویر اعلان کړی دی.

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG