د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

حسن بانو:په سیاسي فعالیتونو کې د ښځو ګډون مهم ګڼو


د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر
د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په سیاسي چارو کې د ښځو د فعالیت په هدف یوه غونده جوړه کړې وه، په دغه غونده کې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته ځینې کاندیدانې او په لسګونه نورو ښځو ګډون کړی و.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، چې دوي د هېواد په سیاسي فعالیتونو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره د ځانګړو پروګرامونو د جوړولو هڅه کوي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د کابل په شهرارا بڼ کې، چې په کابل کې د ښځو یوازینی ځانګړی تفریح ځای بلل کیږي، په همدې مناسبت یوه غونډه جوړه کړې وه.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر په دې غونډه کې وویل، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې د ګډون کولو لپاره د ښځو د هڅونې لپاره په مرکز او ولایتونو کې یو لړ پروګرامونه په پام کې دي:

( د دې لپاره چې ښځې په سیاسي چارو کې، د کاندیدېدو او د رايي ورکولو لپاره وهڅول شي، د مرکز او ولایتونو په ښځینه بڼونو او د ښځو چارو په ریاستونو کې مو یو لړ پروګرامونه پیل کړل او دغه پروګرام هم د ښځو چارو وزارت له خوا په سیاسي چارو کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا له پروګرامونو څخه دي.)

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په انتخاباتو او په سیاسي او ټولنیزو پروګرامونو کې د ښځو د ګډون لپاره په مرکز او ولایتونو کې د ښځو په تفریح ځایونو کې دې ته ورته پروګرامونه پخوا هم جوړ شوي دي.

ولسي جرګې ته یو شمېر ښځینه کاندیدانو هم په دغه غونده کې د خپلو کاري پروګرامونو د تشریح کولو په هدف ګډون کړی و.

د غونډې ځینو ګډونوالو وویل، چې باید راتلونکې ولسي جرګې ته د استازیو د ټاکلو په اړه ډیرغور وشي:

ټاکل شوې ، چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د راتلونکې شنبې په ورځ وشي، د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته ۲۵۰۰ نه زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي، چې شاوخوا څلور سوه یې ښځې دي.

خو په مرکز او ولایتو کې ډېری ښځینه کاندیدانې شکایت کوي چې په انتخاباتي مبارزو کې د نا امنیو له امله یي لرو پرتو سیمو ته سفرونه ونه شو کړای چې خلکو خپل پروګرامونه او اهداف تشریح کړي.
XS
SM
MD
LG