د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

راسموسن:افغان ځواکونه د دې لپاره روزو، ترڅو پرینږدو چې طالبان خپلو اهدافو ته ورسیږي


د ناټوعمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټوعمومي منشي اندرس فوګ راسموسن

د ناټو پوځي چارواکي په یوې غونډه کې چې د روانې اوونۍ په پای کې په سلوواکیا کې جوړیږي په افغانستان کې د ناټو تر مشرې لاندې ځواکونو د پوځي عملیاتو په اړه خبرې کوي.

د ناټو لوړ رتبه پوځي چارواکي د روانې اونۍ په پای کې د سلوواکیا په غونډه کې د افغانستان او د دې تړون د عصري کولو پر موضوعاتو خبرې کوي.

فرانسپرس خبري اژانس په بروسل کې د دیپلوماتانو په حواله وایي چې د دې تړون پوځي کمېټه به له جمعې نه تر یکشنبې پورې د سلوواکیا په شمال تاترا غرنی سیمه کې غونډه وکړي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پترویس به هم د ویډیو کنفرانس له لارې په دې خبرو کې برخه اخلي.

د ناټو د تر ټولو با صلاحیته پوځي کمېټې غونډه د دې تړون د نومبر د میاشتې د سرمشریزي لپاره د تیارېو یوه برخه ده.دغه سرمشریزه به د نومبر له ۱۹ تر۲۰ پورې په لیزبن کې جوړیږي.

د ناټو د پوځي کمېټې ویاند ډګروال ماسیمو پانیځي وویل چې پوځي مشران به د سلوواکیا په غونډه کې په تېره بیا په افغانستان کې د ناټو د روانو پوځي عملیاتو او په کاسوو کې د دې تړون د پوځي حضور په اړه بحث او خبرې وکړي.

پوځي چارواکي به د جنرال پترویس پرهغې غوښتنې هم غور وکړي چې له ناټو یي افغانستان ته د دوو زرو نورو روزونکو د لیږلو لپاره کړی ده.

دغه روزونکي به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې چارې ګړندي کړي څو افغان امنیتي ځواکونه وکولای شي چې په تدریجي ډول د امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي.

ناټو په پام کې لري چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو بهیر د راتلونکي کال له نیمایي څخه پیل کړي او دا تړون هیله من دی چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به امنیتي مسولیتونه په بشپړه توګه افغانانو ته وسپاري.

د ناټو پوځي کمېټه به دغه راز د دې تړون په نوي ستراتیژي هم خبرې وکړې. په دغې نوي ستراتیژې کې چې د لیزبن په سرمشریزه کې به تصویب شوی، د ناټو په وړاندې نوي ګواښونه لکه د میزایلو او تروریزم په ګډون انټرنیټي حملې په نښه کوي.

د سلواکیا د غونډې سربیره به راتلونکي اونۍ په نیویارک کې د ناټو او روسیي د شورا په غونډه کې هم د افغانستان په اړه خبرې وشي.

روسیي چې په وروستیو کې یي په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري زیاته کړي غواړي د افغانستان هوایي ځواکونو ته مې اولس ډوله الوتکۍ ورکړي. امریکا هم د دې وړاندیز هرکلۍ کړی دی.

د ناټوعمومي منشي اندریس فوګ راسموسن د روسیي او ناټو د شورا د غونډې د مخه په بروسل کې وویل:

(زه هیله من یم چې موږ به له دې غونډې څخه په استفادې وکولای شو چې په افغانستان کې په عملي ډګر کې همکاري ته نوي خوزښت ورکړو.

زموږ ترمنځ پراخه همکاري به د افغانستان له امن کولو، له دې هېواده د مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې، له تروریزم سره د مبارزې، د سمندري غلو د بریدو او اټومي وسلو د پراختیایي د مخنیوي او همداشان د میزایلو د دفاعي سیستم په برخو کې مرسته وکړي.)

د ناټوعمومي منشي دغه راز هغه وړاندیزونه رد کړل چې ګواکې ناټو د افغانستان په جنوب کې طالبان نه شي ماتولی نو ښه به داوي چې جنوب طالبانو ته پریږدي او دا تړون هڅه وکړي چې د افغانستان په ختیځو او لویدیځو برخو کې سوله او ثبات ډاډمن کړي.

راسموسن دا څرګندونې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د بهرني پالیسي مشاور رابرت بلک ویل د وړاندیز په ځواب کې وکړې.

هغه د افغانستان په اړه د نورو مسایلو ترڅنګ ویلي چې د افغانستان په جنوب کې به طالبان مات نه شي او نه به هم دومره کمزوري شي چې خبرو ته غاړه کښیږدي.

راسموسن که څه هم دا ومنله چې ناټو به ښایي ونه شي کولی چې هر وسله وال طالب له منځه یوسي خو ویي ویل دا نظر چې جنوب دی پریښودل شي سم نظر نه دی.

راسموسن زیاته کړه، د افغانستان د جنوب پریښودل به د کورني جګړې د نسخې په مانا وي.

هغه وویل موږ به پرطالبانو فشارونو ته دوام ورکړو، افغان امنیتي ځواکونه هم د دې مقصد لپاره روزو، ترڅو پرینږدو چې طالبان خپلو سیاسي اهدافو ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG