د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۶

په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د بشري حقونو د کمیسیون اندېښنه


سیما سمر وايي، چې د راتلونکو انتخاباتو څارنه به تر پخوانیو انتخاباتو زیات وي
سیما سمر وايي، چې د راتلونکو انتخاباتو څارنه به تر پخوانیو انتخاباتو زیات وي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ د ممکنه نارامیو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې پرې به نږدي چې د رایه ورکولو پرمهال له قانون څخه سرغړونه وشي

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره یواځې څو ورځې پاتې دي، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون په هېواد کې په ځانګړې توګه د انتخاباتو په ورځ د نا امنیو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر د سیاسي حقوقو په اړه د یوه راپور د خپرېدو په مهال د چهارشنبې په ورځ وویل، چې اساسي ستونزه نا امني ده، چې د انتخاباتو په ورځ ښايي د ډيرو نورو ستونزو سبب هم وګرځي.

اغلې سمر د کاندیدانو په وړاندې د خنډونو او د انتخاباتو په ورځ د ناخوالو په اړه داسې وویل:

"امنیتي وضعه تر پخوا خرابه شوې ده نو ځکه د تاوتریخوالی د زیاتوالی امکان موجود دی، د رایه ورکولو له ۹۰۰ زیات مرکزونه تړل شوي دي، د دغو مرکزونو په تړلو سره ځینې خلک داسې فکر کوې، چې د تبعیض له پلوه دغه مرکزونه تړل شوي دي.

نو ځکه مونږ اندیښمن یو چې له ځینو خلکو څخه د رایه ورکولو حق اخیستل کیږي. په ځینو ځایونو کې د ښځینه کاندیدانو پرضد تبلیغ شوی، د بیلګې په توګه په ننګرهار کې ویل شوي دي چې ښځو ته رایه مه ورکوی ځکه ناقص العقل دی او دغه راز په بدخشان کې بیا ویل شوي دي چې اسماعیلیه و ته دې رایه ورنه کړل شی."

د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې دغه راز له امنیتي ارګانونو او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د انتخاباتو په ورځ دې امنیتي تدابیر نور هم جدي کړي او پرې نه ږدي چې د انتخاباتو بهیر د نا امنیو ښکار شي.

اغلې سمر دا هم وویل، چې د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون به د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ چې د راتلونکي شنبې په ورځ به ترسره شي تر پخوانیو انتخاباتو زیات د دې انتخاباتو څارنه وکړي.

"په تیرو انتخاباتو کې چې کومې تیروتنې شوي دي، موږ کولای شو له هغو څخه عبرت واخلو، یو داچې که موږ حاضر یو نو بیا یو څوک نه شي کولای چې صندقونه ډک کړي.

نو ځکه موږ په مستقیم نظارت باندې تاکید کوو که هغه زموږ یا د نورو له خوا کیږی."

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون له خوا د سیاسي حقوقو په برخه کې د دغه دوهم راپور د خپرېدو په ترڅ کې، له امنیتي ارګانونو، د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او مدني ټولنې څخه د مرستې او همغږي وړاندېز هم شوي، چې ټول باید په غور سره د دغو انتخاباتو د خوندیتوب په برخه کې کار وکړي.

ویل کیږي، چې تر دریو سوو زیات کورني اوبهرني څارونکي به په افغانستان کې د بیلابیلو انتخاباتي حوزو څخه د رایه ورکولو پرمهال څارنه کوي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG