د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

امان: د ټاکنو د امنیت لپاره ۴ لکه افغان او بهرني عسکر په دندو ګمارل شوي


ښاغلی عظیمي وايي، زموږخلک دې ډاډه وي، چې څومره اړتیا وي افغان ځواکونه به په سیمو کې پاتې شي
ښاغلی عظیمي وايي، زموږخلک دې ډاډه وي، چې څومره اړتیا وي افغان ځواکونه به په سیمو کې پاتې شي
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي د دې مطلب له څرګندولو سره وایي، چې یولک او څلویښت زره ملي اردو، څه باندې سل زره پولیس، زرګونه د ملي امنیت کارکوونکي او دغه راز په هیواد کې ټول میشت بهرني ځواکونه د ولسي جرګې د انتخاباتود امنیت ټینګښت لپاره په دندوګمارل شوي دي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف ځواکونو له عملیاتي مرستیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د ډاډمن امنیت د رامنځ ته کولو په هدف په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په نا امنو سیمو کې لسګونه پوځي عملیات ترسره شوي دي:

"شاوخوا اته څلویښت لوی پوځي عملیات پلان او ترسره شوي، نور واړه عملیات مو چې ترسره کړي هغه په دې کې نه دي شامل. سلګونه تنه دښمنان وژل شوي، ټپیان شوي او دغه راز نیول شوي دي.

په ټول افغانستان کې د انتخاباتو د امنیت ټینګښت زموږ کاری لومړیتوب دی."

په افغانستان کې د ولسې جرګې انتخابات د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ ترسره کیږي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې دغو انتخاباتو ته له هره پلوه تیاری نیول شوی او هڅه کیږي، چې دا انتخابات په شفاف اوعادلانه ډول ترسره شي.

په عین حال کې ایساف یا نړیوال سوله ساتي ځواکونه وایي، چې دوی د انتخاباتو د خوندي ترسره کیدو لپاره له افغان ځواکونو سره هراړخیزه مرسته کوي او وسله والو مخالفانو ته به اجازه ورنه کړي، چې د انتخاباتو په وړاندې خنډ جوړ کړي.

د ایساف ځواکونو عملیاتي مرستیال وین ډیت ویلر په دې اړه وویل:
د ایساف ځواکونو عملیاتي مرستیال جنرال ویڼ ډیټ

"د افغانستان د انتخاباتو په مهال د ایساف ځواکونو رول دا دی، چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډ هدف د انتخاباتو د امنیت ټینګښت دی، موږ اوږه په اوږه کار کوو ترڅو د انتخاباتو ترسره کیدو او د خلکو د امنیت لپاره خوندي فضا رامنځ ته شي."

د دفاع وزارت وایي. چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د انتخاباتي مرکزونو او سایټونو امنیت ټینګ شوی او انتخاباتي مواد هم د ځمکې او هوا له لارې دغو مرکزونو ته یا رسیدلي او یاهم د رسیدو په حال کې دي.

بل لورته د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي وایي، چې له انتخاباتو څخه وروسته به هم افغان او بهرني ځواکونه د انتخاباتي مرکزونو امنیت وساتي او چاه ته به اجازه ورنکړي چې په انتخاباتي مرکزونو او خلکو ته ستونزه جوړه کړي:

"نه یوازې د انتخاباتو په ورځ د امنیت ټینګښت موږ ته مهم دی بلکې د دې ورځې، د رایې ورکوونکو، د صندوقونو د لیږدولو او د رایو د شمېرنې ترمهاله به ځواکونه ځای پرځای وي.

زموږخلک دې ډاډه وي، چې څومره اړتیا وي افغان ځواکونه به په سیمو کې پاتې شي."

د دفاع وزارت چارواکو څرګنده کړه، چې د افغانستان هوایي، ځواکونه هم د انتخاباتو په ورځ د امنیت په ټینګښت کې ونډه اخلي او د دولت د وسله والو مخالفانو د احتمالي بریدونو مخه به ونیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې وسله والو مخالفانو ګواښ کړی، چې هرومرو به د ولسې جرګې د انتخاباتو بهیرګډ وډ کړي، عام خلک، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د ملګروملتونوسازمان او دغه راز مدني ټولنو هم له دې امله اندیښنه ښودلې.

خو افغان او بهرني ځواکونه وایي، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او خلک به وکولای شي، چې په ډاډه زړه درایې مرکزونو ته ولاړشي او خپلې رایې ورکړي.
XS
SM
MD
LG