د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

ایساف:تردې وروسته به خپل ټول تړونونه په جدي توګه وڅارو


د نړېوالو ځواکونو د تدارکاتو عمومي مسئول جنرال سټیف لیونس
د نړېوالو ځواکونو د تدارکاتو عمومي مسئول جنرال سټیف لیونس

په افغانستان کې میشت نړېوال سوله ساتي ځواکونه یا ایساف وايي چې تر دې وروسته به هغه تړونونه چې په دې هېواد کې دوی پورې اړه ولري، په شفاف ډول وکړي.

د افغان دولت له هغو اندېښنونه وروسته چې په افغانستان کې د نړېوالو او شخصي شرکتونو په تړونونو کې شفافیت نشته، د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان په دې اړه یوه نوې مقرره وضع کړې ده.

په دغه مقرره کې چې د دوشنبې په ورځ یې جزییات خپاره شوي، راغلي چې تر دې وروسته به هغه ټول تړونونه چې په افغانستان کې یې نړېوال ځواکونه کوي په جدي توګه وڅارل شي.

د نړېوالو ځواکونو د تدارکاتو عمومي مسئول جنرال سټیف لیونس د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تمه ده تر دې وروسته له دغې نوي مقررې سره په تړونونو کې د فساد مخنیوي وشي.

ښاغلي لیونس وویل چې له افغان دولت سره د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې پوره همکاري کوي:

”ولسمشر کرزي څو ځله د اداري فساد په اړه خپله اندېښنه ښوولې ده، غواړم د ایساف په استازیتوب ووایم چې موږ د ښاغلي کرزي د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوو چي د اداري فساد د مخنیوي په وړاندې یې کوي.

ایساف هم د اداري فساد د له منځه وړلو او مخنیوي لپاره کارونه کړي او خپلو هڅو ته دوام ورکوي.“

ولسمشر حامد کرزي څو ځلې په افغانستان کې د نړېوالو او شخصي شرکتونو تر منځ پر تړونونو له دې امله انتقادونه وکړل چې شفافیت نه لري او د هغو کسانو د نومونو د روښانه کولو غوښتنه یې کړې چې ورسره قراردادونه کیږي.

همدارنګه د نړېوالو ځواکونو د تدارکاتو د چارو مسئول وايي چې د افغانستان د اقتصاد او صنایعو د غښتلتیا لپاره به له دې وروسته د نړېوالو ځواکونو د اکمالاتو لپاره له افغاني تولیداتو ګټه واخیستل شي:

” د امکان تر حده به موږ د افغانستان له تولیداتو او منابعو څخه ګټه واخلو، په افغانستان کې ډیرې کمپنۍ شته چې د ددې کار وړتیا لري، که څه هم ډیر وخت ته اړتیا ده، خو په افغانستان کې د کمپنیو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ډیرې پیسې لګوو، چې د هغوي وړتیاوې د نړېوالو کمپنیو سره برابرې کړو او سیالۍ ورسره وکولای شي.“

که څه هم په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو کلنی لګښت نه دی معلوم، خو د نړېوالو ځواکونو د تدارکاتو عمومي مسئول وايي چې تېر کال شاوخوا 4 میلیارده ډالره په دې برخه کې لګول شوي دي.

ویل کیږي چې د تړونونو ډیرې پیسې د کورنیو او بهرنیو قرارداد کوونکو جیبونو ته لویږي، چې په دې ډول د بهرنیو هېوادونو د مرستو لویه برخه بې ځایه لګیږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG