د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

کرزی:ملي امنیت دې له ملي ګټو دفاع وکړي


ولسمشر حامد کرزي
ولسمشر حامد کرزي

د جمهوري ریاست چارواکي وايي، د هېواد د استخباراتو یا د ملي امنیت د ادارې مسئولینو ته د ولسمشر د وروستیو سپارښتنو هدف د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو او نورو ملي مسائلو کې ملي ګټو د دوي لا ډیر متوجه کول و.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د استخباراتو یا د ملي امنیت د ادارې له چارواکو سره په خپلې وروستۍ غونډه کې پر دوي په دې ډیر ټینګار کړی چې له ملي ګټو دفاع وکړي او د افغانستان په چارو کې بهرنیانو ته د لاس وهنې اجازه ورنه کړي.

خو په دې هکله د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیې کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې افغانستان په اوس وخت کې د بهرنیانو له څرنګه نفوذ سره مخ دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال حامد علمي وايي، د دې غونډې هدف د افغانستان ملي ګټو ته د ملي امنیت د ادارې د چارواکو لا ډیر متوجه کول و، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې په هېواد کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره کیږي:

(د ملي امنیت د ریاست له چارواکو سره د ولسمشر د تېرې ورځې د کتنې لومړی هدف د هغوي د کارونو او فعالیتونو ستاینه وه، همدا راز خپلو اهدافو ته د هغوي لا ډیر متوجه کول و، په ځانګړې توګه اوسنیو شرایطو کې افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په مخ کې لري.

د ملي امنیت ریاست په انتخاباتو او وروستیو نورو پېښو کې مهم رول درلود او لري یې. ولسمشر له هغوي څخه وغوښتل چې په بشپړه توګه د افغانستان د ملي ګټو پر اساس فعالیت وکړي او له سیاسي ملاحظاتو نه ځانونه لرې وساتي. )

جمهور رئیس حامد کرزی په داسې حال کې د ملي امنیت د ریاست چارواکو ته ملي ګټو ته د وفادارۍ سپارښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې ځینو لویدیځو رسنیو راپورونه ورکړل چې د افغانستان یو شمېر لوړ پوړي چارواکو ته د امریکا د استخباراتو له خوا تنخوا ورکول کیږي.

ښاغلي علمي وویل، چې د دوشنبې د ورځې غونډې له دغو راپورونو سره اړیکه نه درلودله او افغان دولت دغه راپورنه په کلکه رد کړي.

بل خوا یو شمېر افغان کارپوهان وایی، ولسمشر حامد کرزی په دې هڅه کې دی، چې په خپلو امنیتي ارګانونو کې ژر تر ژره اصلاح راولي او په خپلو پښو یې ودروي.

ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس امرالله صالح له کاره ګوښه او پر ځای یې رحمت الله نبیل وټاکه.

په دې وروستیو کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو ګڼ شمېر جګ پوړي چارواکي هم تبدیل او یا هم له کاره ګوښه شول چې چارواکو د دغه اقدام هدف په یادو شوېو ارګانونو کې اصلاح راوستل وباله.
XS
SM
MD
LG