د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

د امریکا یو پخوانی چارواکی وايي د افغانستان امن کې ګاونډیان مهم رول لوبولی شي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینری کیسنجر
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینری کیسنجر

نړیوالو سیاست والو او څیړونکو په دې وروستیو کې دې مسلې ته زیات پام اړولی چی د افغانستان د ستونزي په حل کې د ګاونډیانو ونډه ډېره مهمه ده. د دوی په نظر په افغانستان کې د یوې دوامدارې سولې او ثبات لپاره باید د دې هیواد ګاونډیان هم په مسلې کې شامل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینری کیسنجر د جمعې په ورځ په همدي اړه په جینوا کې خبرې وکړې .

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر هینري کیسنجنر په جینوا کې د نړیوال امنیتي کنفرنس برخوالو ته وویل، دا به د پاکستان، ایران، چین او هند ټولو په ګټه وي چي په افغانستان کي د طالبانو د بري مخه ونیسي او پري نږدي چي القاعده یو ځل بیا ځان سمبال کړي.

کیسنجر زیاته کړه، په سېمې کي د یوه داسي هیواد موجودیت چي تروریزم او نشه یي مواد په کې تولید شي، په نورو ټولو هیوادونو به اغیز وکړې. دا کار به په پاکستان کی موجود نظم ګډوډ کړي او په کابل کی یوافراطي سني حکومت به ایران ته هم ګواښ متوجه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر هنري کیسجنر د نړیوال امنیتي کنفرنس ګډون والو ته وویل، په افغانستان کې د اسلامي جهادیانو قوت او غښتلتیا به په هند زیات اغیز وکړې.

دا چي چین په ژین ژیان ولایت کي له اسلامی بنسټ پالو سره په لانجه کي دی، طبیعي خبره ده چي د افغانستان له حالاتو څخه به بي اغیزې پاته نشي.
اوه اتیا کلن کیسنجر چي له ویتنام څخه د امریکایی عسکرو د وتلو لپاره یي کار کړی و، په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو یو اړخیزه ونډه اخیستنه ددي هیواد د اوږدې مودې حل نه دی.

کله چی ډاکټر هینري کیسنجر په کنفرانس کي خبرې کولې د چیلي او ارجنټاین څو ډلو له کنفرانس څخه بهر د اعتراض غږونه پورته کړل او په غوسه وو چي ده په ۱۹۷۰ لسیزې کې هغه مهال چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، په چیلي او ارجنټاین کي یي د پوځي دیکتاتورانو ملاتړ کاوه.
XS
SM
MD
LG