د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

په فلوریدا کې د وړې کلیسا مشر د قرانکریم د سوځولو پلان وځنډاوه


د تیري جونز ددې پلان په اړه په افغانستان ، پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو کې خلکو مظاهرې او اعتراضونه کړي دي .
د تیري جونز ددې پلان په اړه په افغانستان ، پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو کې خلکو مظاهرې او اعتراضونه کړي دي .

د افغانستان ولسمشر د امریکا د فلوریدا په ګینزویلې ښار کې د یوې وړې کلیسا د مشر پریکړه، وغندله. د ګینزویلي د ښار د دې کلیسا مشر مخکې ویلي و چې د سپتمبر په یولسمه به د مسلمانانو سپیڅلی کتاب سوځوي خو پرون له خپلې خبرې وګرځیده اما وروسته یې اعلان وکړ چې موقتا یې خپل کار ځنډولی دی.

د افغانستان ولسمشر د اختر د مبارکي په پیغام کې د امریکا په فلوریدا ایالت کې د هغې وړې کلیسا د مشر څرګندونو ته اشاره وکړه چې غواړي قرانکریم ته اور ورته کړي.

حامد کرزي وویل، د دې پلان عملي کول د مسلمانانو قهر راپارولی دی او د فلوریدا دغه مسیحي کلیسا باید قران کریم ته د سپکاوي فکر لا ونه کړي.

د فلوریدا د وړې کلیسا مشر تیري جونز چې پخوا یې ویلې و چې د سپتمبر په یولسمه به د مسلمانانو سپيڅلي کتاب ته اور ورته کوي او په دې ډول به د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې ویر لمانځي، اوس خپل نظر بدل کړی دی او ویلې يې دي چې دا پلان یې ځنډولی دی.

تیري جونز د پنجشنبې په ورځ یو ځل دا هم وویل چې خپله ژمنه به ترسره نه کړي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اې بي سي تلویزیون ته وویل چې ده د تیري جونز له کلیسا غوښتې دي چې دا کار ونه کړي. بارک اوباما دا هڅه یوه تخریبي هڅه وبلله او ویې ویل چې دا کار د القاعده لپاره د سرو زرو سکه ده چې خلک به پرې جذب کړي:

« که تیري جونز اوري، زه هیلمن یم چې دی په دې پوه شي، څه چې غواړي وکړي هغه یو مخ زموږ له امریکایي ارزښتونو سره مخالف کار دی، دا هیواد د دیني ازادیو پر بنسټونو او د دیني زغم پر اساس ولاړ دی»


تیري جونز چې د پنجشنبې په ورځ یې یو ځل وویل چې د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب د سوځیدو پلان به تطبیق نه کړي، وروسته څرګنده کړه چې ده دا خبره د دې لپاره کړې وه چې ورته ویل شوې و چې په نیویارک کې په هغه ځای کې چې د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو پر ځای به له شوې ژمنې سره سم جومات او د مسلمانانو کلتوري مرکز نه جوړیږي، خو وروسته چې د دې پروژې د مشر فیصل عبدالرووف په وینا خبر شو چې دا پروژه به تطبیقیږي، نو اوس بیا وایي چې ده خپل پلان نه دی لغوه کړی خو ځنډولی یې دی.

تیري جونز وویل، ده ته د فلوریدا امام د نیویارک د پروژې په اړه واضح معلومات نه و ورکړي، خو د فلوریدا د جومات امام محمد مصري په فلوریدا کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:
« ما نن سهار د امام فیصل عبدالرووف له دفتر سره اړیکي ونیولې، ژمنه مې وکړه چې نیویارک ته له تیري جونز سره ورشم، له هغه سره ووینو او په نیویارک کې د جومات د پروژې د ځای د بدلیدو په اړه خبرې وکړو»

د هغو هیوادونو مشرانو چې ډیر مسلمانان پکې اوسي، لکه اندونیزیا، مالیزیا او هند د امریکا له ولسمشر بارک اوباما څخه غوښتې دي چې تیري جونز پرې نه ږدي چې قرانکریم وسوځوي. پاکستان بیا د پنجشنبې په ورځ له نړیوالو پولیسو وغوښتل چې راوړاندې شي او په قضیه کې مداخله وکړي. د عراق صدراعظم نوري المالکي وویل، که چیرته د قرانکریم پاڼې وسوځول شي نو افراطیانو ته به بهانه په لاس ورشي او نور به هم خلک ووژني.

د تیري جونزکلیسا رسما له نورو مذهبي ډلو سره ارتباط نه لري، دغه ډله یوازې پنځوس غړي لري، دوی په دې باور لري چې د خدای پاک استازې دي او انجیل ټکي په ټکي د خدای کلام دی.

د دې کلیسا د پلان پرضد د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې مظاهرې شوې دي او ملي شورا د پنجشنبې په ورځ د امریکا له حکومته وغوښتل چې د دې پیښې مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG