د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

غزني او پکتیا په ۹۳ کیلو متره سړک نښلول کیږي


دغزني پکتیا تر منح لویه لاره به په پا خه او اسا سي ډول ورغول شي، د دغه سړک په رغیدو سره به د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره راکمې شي.

په هغو مراسمو کې، چې د یادې شوې لارې د پرانستلو په موخه د غزني د ده یک په ولسوالۍ کې جوړې شوې وې. د غزني والي موسی خان اکبرزاده د خپلې وینا په ترڅ کې د دغه سړک اقتصادي، ټولنیز او تراسپورتي اهمیت په اړه خبرې وکړې.

ده وویل، چې دغه لویه لاره به نه یواځې غزني او پکتیا ولایتونه سره ونښلوي بلکې په ځانګړي ډول به د غزني کرنیز محصولات په اسانۍ سره د سوداګرۍ په موخه پکتیا او بیا له هغه ځایه ګاونډي هېواد پاکستان ته انتقال مومي.

دغه لویه لاره د امریکا متحده ایا لاتو په مالي مرسته د پنځه نوي ملیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي په سیمه کې دولتي چارواکي په دې باور دي، چې د دغه سړک رغیدل به د سیمه ایز امنیت په راوستو کې هم مرسته وکړي.

دا خبر د ده یک ولسوال فضل احمد ټولواک د خپلې وینا په ترڅ کې وکړه. د یادونې وړ ده، چې ده یک ولسوالۍ د غزني پکتیا په لویه لار ه پرته ده، د سیمې خلک هم د لارې په جوړېدو خوشالي څرګندوي او وایي چې د دې سړک رغیدل به د دوی ګڼی ستونزې ترډیره بریده له منځه یوسي.

ټاکل شوې ده د غزني پکتیا تر منځ لویه لاره به چې ۹۳ کیلو متره اوږدوالی لري د یو کال په موده کې جوړه او ګټې اخیستو ته چمتو شي

راپور: عبدالله ویدیال
XS
SM
MD
LG