د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

رفعت: د رایې ورکونې یوشمېر جعلي کارتونه مو ترلاسه کړي


د ټاکنیو د شکایتونو د کمیسیون ویاند وايي په وینا د اتو تنو نورو کاندیدانو نومونه له لیست څخه لرې شول.
د ټاکنیو د شکایتونو د کمیسیون ویاند وايي په وینا د اتو تنو نورو کاندیدانو نومونه له لیست څخه لرې شول.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې د رایې ورکونې یو شمیر جعلي کارتونه یې تر لاسه کړي، چې ګومان کیږي په یو ګاونډې هېواد کې چاپ شوي وي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د رایې ورکونې د یو شمیر جعلي کارتونو د تر لاسه کولو خبره کوي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند احمد ضیا رفعت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل، چې دغه کارتونه له کابل څخه تر لاسه شوي او ګومان کیږي چې په یو ګاونډي هیواد کې چاپ شوي وي.

د ښاغلي رفعت په وینا په دې اړه د امنیتي ارګانونو څیړنې روانې دي:

"کوم کارتونه چې موږ ته رارسیدلي دوه، درې کارته د نمونې په ډول له کابل څخه دي، خو ویل کیږي چې دغه کارتونه په یو ګاونډي هېواد کې چاپ شوي دي.

امنیتي ارګانونه په دې اړه څیړنې کوي چې دغه کارتونه له کوم هېواده او د چا له خوا افغانستان ته راوړل شو ي دي او په دې اړه مو له امنیتي ارګانونو له خوا د جدي څیړنو ژمنې هم تر لاسه کړي دي."

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند دغه شان د اتو کسو هغو کاندیدانو نومونه هم اعلان کړل چې پر وخت یې له دولتي دندو د استعفا نه کولو له امله نومونه د کاندیدانو له ورستي لست څخه ایستل شوي دي:

"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دغه اته کسه کاندیدان، چې بر خپل وخت یې له خپلو دولتي دندو استعفا نه وه کړې د کاندیدیدلو وړ نه ګڼي، شیما خروټې، محمد همایون فیض زاده، زمری ناصري او محمد روشان روشان له کابل څخه. مولوی لعل محمد او حاجي جان اقا عارفي له پروان څخه. انجنیر ذبیح الله حمیدي له لغمان او قاضي عبدالرزاق نجرابي له کاپیسا څخه."

د ښاغلي رفعت په وینا د یو شمیر نورو کاندیدانو په اړه هم ورته شکایتونه رارسیدلي چې پر خپل وخت به وڅیړل شي.

د یادونې وړ ده هغه کاندیدان، چې نومونه یې پر خپل وخت له خپلو دولتي دندو نه د نه استعفا کولو له امله د کاندیدانو له ورستي لست څخه ایستل شوي ۳۹ او هغه چې د بیلابیلو لاملونو له وجې یې د کاندیدیدلو حق لا لاسه ورکړی ۸۴ ته رسیږي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې دغه کمیسیون ته د انتخاباتو د بهیر له پیل څخه تر اوسه ۱۶۲۲ شکایتونه رسیدلي دي، چې په سلو کې اویا یې د دغه کمیسیون له خوا څیړل شوي دي.

خو داسې ښکاري چې د رایې ورکونې د جعلي کارتونو د چاپ او خپراوي مورد ډیر جدي دی او دغې خبرې ګڼ شمیر کاندیدانو، د هغوی پلویانو او ملاتړ کوونکو ته په انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو اندیښنه نوره هم زیاته کړې ده.
XS
SM
MD
LG