د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

په امریکا د قران د سوځولو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه


ښاغلی ډیمسټورا وايي، د قران کریم سوځول نه تنها په مسلمانانو بلکې په موږ هم یو لوی برید دی.
ښاغلی ډیمسټورا وايي، د قران کریم سوځول نه تنها په مسلمانانو بلکې په موږ هم یو لوی برید دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي د امریکا د فلوریډا د کلیسا د هغه پریکړې په اړه چې د قران کریم د نسخو د سوځولو په اړه یې کړې ده خپله اندیښنه ښکاره کړه.

د امریکا د فلوریډا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه د اند یښنو په دوام چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړې او له دغې ډلګۍ څخه یې غوښتي چې له خپلې پریکړې څخه په شا شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د فلوریډا د کلیسا دغه اقدام د ټولې نړۍ د مسلمانانو د عقایدو پر وړاندې یو برید دی:

"د بیان ازادي د هغو ملیونونو مسلمانانو د احساساتو پر وړاندې د برید په مانا نه ده چې اسلام او قران ته درناوی لري، ځکه موږ هم اسلام او مسلمانانو ته درناوی لرو، که هغوی په داشان یو عمل لاس پورې کړي، نه یواځې دا چې په ملیونونه مسلمانانو برید کوي، پر موږ هم برید کوي کوم چې په افغانستان کې خدمت کوو."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه شان وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې کار اوخدمت کوي ټول د افغانانو رسمونو، عنعناتو او عقایدو ته درناوی لري.

ورسته تر هغې چې د امریکا د فلوریدا ایالت کلیسا دا اعلان وکړ، چې د دوه زره او لومړي کال د سپټمبر د یولسمې نیټې د قربانیانو په یاد د قران کریم نسخې سوځوي، د امریکایي چارواکواو نړیوالو بشري ټولنو په ګډون د نړۍ یو شمیر رهبرانو دغه پریکړه غندلې او د نه عملي کیدلو غوښتنه یې کړې ده.

په افغانستان کې هم خلکو د فلوریډا دکلیسا دغه پریکړه غندلې ده او د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار په لسګونو اوسیدونکو يه یوې اعتراضیه غونډه کې د دغې پریکړې په وړاندې خپله غصه ښکاره کړه چې حتی د امریکا بیرغ ته یې هم اور واچولو .
XS
SM
MD
LG