د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

مدني ټولنو د ننګرهار سېلاب ځپلو ته مرسته وکړه


د خوشحال تسل په وینا دغه پیسو له عامه خلکو څخه راټولې شوې وې او پر سیلاب ځپلو ووېشل شوې.
د خوشحال تسل په وینا دغه پیسو له عامه خلکو څخه راټولې شوې وې او پر سیلاب ځپلو ووېشل شوې.

په ننګرهار ولايت کې د فعالو مدني ټولنو د يووالي شورا د دغه ولايت له سېلاب ځپلو سره نغدي مرسته وکړه. دا مرستې د دغه شورا په هڅو د جلال اباد ښار په چوکونو کې له عامو خلکو نه ټولې شوې وې.

په ننګرهار ولايت کې وروستيو سېلابونو سلګونه تنه مړه کړي او کورنونه او ځمکې يې ويجاړې کړي دي.

د مدني ټولنو د يووالي د شورا وياند ډاکټر خوشال تسل داوويل:

"مدني ټولنو ډېرو خواوو ته د سېلاب ځپلو د لاس نيوي غږ پورته کړ؛ خو هېچا په زړه پورې مرسته ونه کړه، شورا پرېکړه وکړه، چې په خپله لاس په کار شي، همدا وجه وه چې په مخابراتو چوک کې مو د مرستې کېمپ ولګولو او د عامو ولسي خلکو نه مو لږې لږې پيسې راټولې کړلې، چې تقريباً شپږ لکه او ٧٠٠٠٠ افغانۍ ترې جوړې شوې، نن ورځ مو دادى پنځوسو تنو ته د هريوه په سر ١٤٥٠٠ افغانۍ ووېشلې."

په ننګرهار کې تر سلوزياتو مدني ټولنو د يو والي په نامه يوه شوراجوړه کړې، دغه شورا تېره اوونۍ له عامو خلکو نه اخيستې د چندې په بڼه مرستې ټولې کړې وې، چې د چهار شنبې په ورځ د پنځو سو کورنيو د شهيدانو په وارثانو ووېشل شوې.

د مدني ټولنو د يووالي د شورا يوه غړي شېر افضل مصلح وويل، چې خارجي مرستوته نور انتظار په کار نه دى، په کارده چې په خپله لاس په کار شو.

دى وايي: زموږ پلرونو او نيکونو موږ ته د بېوزلو د لاس نيوي درس راکړى همغسې چې اختر په ګډه نمانځو، همغسې چې مړى په ګډه ښخوو؛ نو بايد د مصيبت او زيان په وخت هم لاس په کار شو.

د مدني ټولنو ټولې کړې مرستې د ننګرهار ولايت د بېلابېلو سيمو د سېلاب ځپلو شهيدانو وارثانو ته ورکړاى شوې، دوى که څه هم دامرستې لږې بللې خو خوشاله و.

د ننګرهار ولايت عام خلک هم په دې خوشاله دي، چې د مصيبتونو په وخت کې خلک د نورو مرستې ته په خپله راوړاندې شي او يوازې د نورو خيراتي مرستو ته لاس تر زنې کېښنني.

راپور: محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG