د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

م.م: ټول افغانان باید په انتخاباتو کي ګډون وکړي


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی سټیفین دیمستورا
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی سټیفین دیمستورا
په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په رانژدې کېدو سره، د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي پر ټولو افغانانو ږغ وکړ، چې له موجودو ستونزو سره – سره په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

سټیفین دیمستورا د سې شنبې په ورځ په کابل کې ( هنر د سولې لپاره) په نوم د انځورګرۍ له نندارتون څخه لیدنه وکړه او له افغانانو یې وغوښته چې په خپله رایه خپله راتلوونکي انتخاب کړي.

نوموړي دغه نندارتون ته چې د سپتمبر د یوویشتمې یا د سولې د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی و، وویل:

” په افغانستان کي د ولسي جرګې د ملي انتخاباتو درې ورځې وروسته د سیپټمبر 21مه یا د سولې نړېواله ورځ ده او دا د افغانانو لپاره یو ښه ډیموکراتیک فرصت دي چې په ازاده توګه خپله راتلوونکې انتخاب کړي، زه هیله لرم هغه کسان چې په افغانستان کې مرمۍ کاروي اوس ولاړ شي د رایي ورکونې صندوقونو ته او رایه ورکړي . )

ښاغلي دیمستورا وویل، چې په زیاترو انتخاباتو کې تاوتریخوالی وي، خو هغه هیله څرګنده کړه چې د ولسي جرګې راتلونکې انتخابات به له تاوتریخوالي پرته ترسره شي.

نوموړي همدا راز روان کال د افغانستان لپاره مهم وباله او ویې ویل، تمه ده چې موږ په دې کال کې د سولې په راوستلو کې له افغانانو سره همکاري وکړای شو.

یاد شوی نندارتون چې هنر د سولې لپاره نومیږي د افغانستان د وروستیو کلونو غمیزي بیانوي او د ټولنې له بېلابېلو ناخوالو د انځورونو په ژبه حالات بیانوي.

نندارتون د فیروزکوه په نوم د یوې موسیسې له خوا جوړ شوی چې د 12 ځوانو افغان هنرمندانو اثار به د سیپټمبر له 7 څخه تر 13 په کې نندارې ته ایښول شوي دي.

د سولې نړېواله ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د سپټمبر پر 21 مه لمانځل کیږي، چې په وروستیو کلونو کې دغه ورځ په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو او نورو ټولنو له خوا لمانځل کیږي.

افغان دولت هم وايي چې د سولې او پخلاینې لپاره یې بېلابېلې هڅې پیل کړي دي او له وسلوالو سره د خبرو لپاره یې د سولې عالي شورا هم جوړه کړې ده.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG