ناټوځواکونو وړمه شپه د خوست ولايت د صبرېو په ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په لړ کې اووه وسلوال طالبان نيولي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزی وايې: وړمه شپه په ياده سيمه کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر سرتېرو بريد وکړ چې په پايله کې يو کس د ملي اردو سرتېری ووژل شو او يو بل ټپي شو.
اسحاقزی وايې: وروسته دوي د ائتلاف ځواکونو په همکارۍ په سيمه کې چاڼيزعمليات پيل کړ چې په ترڅ کې يې د يوه ټپي په ګډون اووه کسان وسلوال طالبان ونيول شول .
نوموړی وايې : دغه هغه ډله وه چې په صبرېو ولسوالۍ کې يې په نا امنيو کې لاس درلود، بل خوا پر همدې شپه ناټو ځواکونو د خوست ښار ته څيرمه د پنزيې په سيمه کې د يوه ژورناليست پرکور عمليات کړي دي.
عبدالمجيدعارف چې دا مهال په کندز کې د الجزيزې د انګليسي برخې سره کار کوي وايي:ناټو ځواکونو په دغو عملياتو کې دده د دوو ورڼو په ګډون پنځه کسه وړي دي.
نوموړی وايي: دغه کسان بې ګناه دي او دوه وروڼه يې تازه له مسافر ته راستانه شوي وو، د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم منلې چې دوی دغه کسان نيولي دي خو د لازياتو څيړنو په موخه يې د ملي امنيت چارواکيو ته سپارلي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزی وايي: که چېرې دغه کسان بې ګناه ثابت شي، دوی به يې ډير زر بيرته خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د صبرېو ولسوالۍ نهه تنه چې له پلټنو وروسته بې ګناه ثابت شوي وو د بګرام له زندانه بيرته را خوشې شول.
اميربهيرخوست