د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

ناسا:یو سټلایټ به د لمرد کرې بهرني مدار ته واستوو


د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې- ناسا پرون په خپله انټرنېټ پاڼه کې خبر ولیکل، دا لویه پروژه چې په ۱۹۵۸ کال کې د ناسا د تاسیس په لومړېو کې یې سپارښتنه شوې وه د لمر د ځلا او پلوشو د اټکل او تشخیص په اړه څېړنه کولای شي او له پوهانو او د فضايي چارو له څېړونکو سره مرسته کولای شي چې په راتلونکې کې په دې برخه کې نور تحقیقات وکړي.

د لمر په اړه تحقیقات او ازموینې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د اوږدمهالې فضايي پالیسۍ مهمه برخه ده چې سږکال په اپرېل میاشت کې اعلان شوه.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره په پام کې لري چې د ۲۰۳۰مو کلو په نیمايي کې مریخ سیارې ته فضانوردان واستوي خو ولسمشر اوباما له هغه مخکې د شمسي سیستم په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د ناسا یو چارواکي دیک فیشر وايي چې لمر ته د تحقیقاتي سټلایټ د استولو هدف د شمسي فزیک دوو مهمو پوښتنو ته ځواب موندلی دی، یوه دا چې ولې د لمر د کرې بهرنی مدار، د لمر د لېدو وړ سطحې په پرتله ډېر تود دی او دوهمه دا چې هغه شمسي توفانونه چې پر ځمکه او زموږ پر شمسي نظام اغېز کوي څنګه او له کومې وجې په خوځښت راځي.

په پام کې ده د پروب پلس په نوم فضايي سفینه په اوو برخو کې، له هغې ډلې د ناهید سیارې د جاذبې له قوې څخه کار واخلي او د لمر اتموسفیر ته چې د کرې له سطحې څخه یې واټن شپږ اعشایه څلور میلیونه کیلومتره دی، ننوزي.

دا سفینه به ځینې نورې تجربې هم وکړي. په دې تجربو کې د هغو ذرو په اړه څېړنه هم شامله ده چې شمسي توفانونه او د لمر پلوشې ترې جوړې شوې دي او همداراز له هغه ځایه به 3D یا درې بعدي تصایرونه ځمکې ته رامخابره کړي.

د ناسا چارواکي وايي، د لمر بهرني مدار ته د دې تحقیقاتي سټلایټ استول چې تر ۲۰۱۸ کاله پورې به عملي شي، په خپل ډول کې د بشریت د تاریخ لومړنۍ تجربه ده.
XS
SM
MD
LG