د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

مجددي: د سولې عالي شورا بریالیتوب د پاکستان د ISI په نیت اړه لري


ښاغلي مجددي وویل، چې د وسله والو طالبانو مشران د ISI له ویریږي
ښاغلي مجددي وویل، چې د وسله والو طالبانو مشران د ISI له ویریږي

د افغانستان د مشرانو جرګې د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولي د عالي شورا د جوړیدو هر کلی وکړ، خو د دې جرګې رییس حضرت صبغت الله مجددي وايي، چې د سولې عالي شورا تر هغو پورې سمه نتیجه نه شي ورکولای تر څو پورې، چې د پاکستان استخباراتي اداره ورسره همکاري ونه کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس صبغت الله مجددي چې ویل کیږي د سولې د عالي شورا غړیتوب هم لري، د سولې د عالي شورا بریالیتوب د پاکستان د استخباراتي ادارې په نیت پورې تړلی وباله.

د مشرانو جرګې رییس د یکشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، چې د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول استخباراتي اداره یا ای. اېس. ای په افغانستان کې د ډیرو چارو په تر سره کولو کې لاس لري او تر هغه چې دغه اداره راضي نه شي د سولې د عالي شورا هڅې کومه نتیجه نه شي ورکولای.

ښاغلي مجددي وویل، چې د وسله والو طالبانو مشران د ISI له ویریږي زموږ سره نه شي یو ځای کېدای او له همدې امله د ده په مشرۍ د سولې د ټینګښت له کمیسیون سره هم ډیر طالبان یو ځای نه شول:

”د سولې عالي شورا به هم بریالۍ نه شي، د ټولو کارونو کیلي د پاکستان له ISI سره ده، تر هغه وخته چې ای. اس. ای پریکړه ونه کړي او خوښه یې نه وي، طالب موږ نه شو راوستلای، د طالبانو لوړ شخصیتونه لکه وزیران او لوی عالمان چې غوښتل یې راشي د سولې له ټینګښت سره یو ځای شي، ISI چې په خبرېدی یا یې وژل او یا یې هم زنداني کوله، ډیری یې له همدې خاطره زموږ سره یو ځای نه شوله او څو ځله داسې وسوله.

که پاکستان لاسونه نه وای کړې نو پوهیږی چې ټول مو راسره یو ځای کړي وه.“

د سولې عالي شورا د سولې د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنه چې څو میاشتې مخکې په کابل کې جوړه شوه، رامنځ ته شوې ده.

افغان چارواکي وايي، یو شمېر قومي مشران، جهادي شخصیتونه او څو تنه ښځې د دې شورا غړیتوب لري، چې نومونه به یې له کوچني اختر وروسته خپاره شي.

بل خوا د مشرانو جرګې اکثره غړو دولت ته وړاندیز وکړ، چې دغې شورا ته دې داسې کسان غوره کړي، چې په ریښتنې توګه سولې ته ژمن وي.

د مشرانو جرګې یو غړی ډاکتر زلمی به دې اړ وایي:

"زموږ اندېښنه په دې کې ده، که چېرې د کمیسیون غړي ولسمشر یې هم وټاکل شي باید له ځیر څخه کار واخیستل شي او داسې کسان وټاکل شي، چې ښه شخصیت او ښه سابق ولري ترڅو مخالفین ترې ګټه پورته نه شي کړای او که چې داسې خلک نه وي نو مخالفین په اسانۍ سره کولای لاسونه وکړي
"

بریتانیا هم په افغانستان کې د سولط د عالي شورا د جوړیدو هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې سوله د خبرو له لارې راتلای شي نه د جګړې له لاري.

وسلوالو مخالفینو په ځانګړې توګه طالبانو تراوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده ګړه، خو پخوا تر دې یې د سولې لپاره د افغان دولت هر وړاندیز رد کړی دی او ویلي یې دي، تر هغو پورې سولې ته نه غاړه نه ږدي تر څو چې بهرني عسکر له افغانستان نه وتلي نه وي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG