د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

په کندهار کې ځان مرګې برید ١٣ ملکيان ووژل


د يادولو وړده چې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې د کندهار امنيتي چارواکو وړاندې ويلي وو چې د اختر په را رسېدو سره يي په کندهار ښار کې سخت امنيتي تدابير نيولي دي .
د يادولو وړده چې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې د کندهار امنيتي چارواکو وړاندې ويلي وو چې د اختر په را رسېدو سره يي په کندهار ښار کې سخت امنيتي تدابير نيولي دي .
د کندهار چارواکي وايي چې، د تېرې شپې په هغه ځان وژونکي حمله چې د بهرنيو ځواکونو کاروان يي هدف وو قربانيان يي يوازې ملکي وګړي دي.

د کندهار د امنيي قومندان مل پاسوال سر دارمحمد ځاځي ازادۍ راډيو ته وويل چې ځان وژونکي چې په يوه سراچه ډوله موټر کې ناست وو تېر ماښام يي د کندهار ښار د خواجک په سيمه کې ځان د بهرنيو ځواکونو د کاروان سره وجنګاوه .

د امنيي د قومندان په خبره په پېښه کې بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلې خو درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او
د امنيي د قومندان په خبره په پېښه کې بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلې
يولس تنه نور ټپيان دي، د قومندان په خبره وژل شوي ټول نارينه او په ټپيانو کې يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي:

((د پنځه او پنځلسو دقيقو په شاوخوا د خواجک مانده ورته وايي په دې قسمت کې يو سراچه ډوله موټر چې انتحاري نفر هم په کې وو د خارجيانو د کتار سره يي جنګولی موټر يي يو څه زيانمن کړی نور خارجيانو ته کومه زيان نه دی رسېدلی جمله له لسو زيات ملکي کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ماشومان په کې شته ، زموږ تحقيقات روان دي ))

بل خوا د کندهار د ميرويس روغتون چارواکي وايي چې، دوي ته يو لس تنه ټپيان او درې تنه مړي ور وړل شوي چې په ټپيانو کې د درېو تنو حالت د اندېښنې وړ دي .

د پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستې او ادعا کوي چې په دغه بريد کې يي ٩ تنه بهرني سرتېري وژلي او دوه موټر يي ويجاړ کړي دي، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

د يادولو وړده چې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې د کندهار امنيتي چارواکو وړاندې ويلي وو چې د اختر په را رسېدو سره يي په کندهار ښار کې سخت امنيتي تدابير نيولي دي .

راپور : محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG