د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د پاکستان د پوځ هییت واشینګټن کې سخت تالاشي شو


د پاکستان پوځ نن ( چارشنبې ) یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې دا وویل چې امریکا ته د پاکستان د یوه پوځې هیات سفر لغوه شو . په اعلامیه کې راغلی دا پوځې هییت چې د واشنګتن په لور روان وو په هوايي ډګر کې بې ځایه تالاشي شوی او په پای کې پوځ داسې فیصله کړې چې بیرته یې خپل هیواد ته وغواړي .

د پاکستان پوځ د چارشنبي په ورځ وویل له هغې ورسته یې له امریکایي پوځیانو سره خبرې لغوه کړې چې د پاکستان پوځې هییت چې واشنګتن ته روان و ، دې ته مجبور شو چې په هوايي ډګر کې بې ځایه تالاشي شي .

د رویټرز اژنس په حواله سره له دې چې پاکستان او متحد ایالاتو د لسیزو راهیسې له یوه بل سره ایتلاف
کړی ،خو لا یې هم تر منځه بې اعتمادې شته .

د امریکا په هوايي ډګرونو کې په تیره له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې چې په نیوریاک او واشنګتن باندې د القاعده شبکې له خوا حملې وشوې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي .

ډیر شمیر مسافر چې د منځني ختیځ او یا هم نورو مسلمانو هیوادونو دې ، په دې ارتباط شکایتونه لري .

پاکستانی هییت د متحد ایالاتو د پوځ د مرکزي قومانداني له خوا متحد ایالاتو ته بلل شوي و .

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي دا هییت د واشنګتن په هوايي ډګر کې د متحد ایالاتو د امنیتي ترانسپورتي ځواکونو له خوا بې ځایه تالاشي شوی .

د متحد ایالاتو د د فاع وزارت چارواکو ددې پیښې په اړه خواشیني ښکاره کړې . په اعلامیې کې ددې کتني وخت نه دې څرګند شوي .

د پاکستان پوځ وايي ددې پیښې په نتیجه کې پوځې مقاماتو فیصله وکړه چې دا کتنه لغوه کړي او هیات ته یې وویل چي بیرته پاکستان ته ستون شي .

د تیر مارچ په میاشت کې هم د پاکستان پارلماني هییت چې د متحد ایالاتو له خوا د دوه اونیو لپاره بلل شوي و د واشنګتن په هوايي ډګر کې د شدیدو تالاشیو له امله یې سفر ته ادامه ورنکړه .

رویترز اژانس د خپل راپور په دوام لیکي ،
واشنګتن له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې پاکستان ته د یوه ډیر مهم متحد په سترګه ګوري . متحد ایالات غواړي هغه وسله وال چې پاکستان سره د سرحدي سیمو له لارې افغانستان ته اوړي او د ناټو په مشرۍ پر امریکايي ځواکونو حملې کوي ، وځپي .

ددې دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیرو مسایلو په ارتباط له امنيتي همکاریو نیولي تر دې چې څنګه مرستي وویشل شي بي اعتمادي شته . په پاکستان کې امریکايي ضد احساسات مخ په ډیریدو دي .

له دوه زره لومړی میلادي کال راهیسي چې متحد ایالاتو د القاعده او طالبانو پر ضد جګړه کې له پاکستان سره یوځای شوي په ملیاردو ډالره مرسته پاکستان ته ورکړې ده .
XS
SM
MD
LG