د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

روسیې کې اورلګیدنې څو زاړه ووژل


د اور لګیدو دا پیښه د دوشنبې په سهار په( تویر) سیمه کې د ډیر عمر لرونکو کسانو د اوسیدو په یوې ودانۍ کې رامنځته شوه چې په نتیجه کې يې نهه تنه مړه شوه.

دا سیمه د روسېې په لویدیځ کې له پایتخت مسکو څخه ۱۷۰کیلومتره شمال لور ته موقیعت لري.

د روسيي د بیړنیو حالاتو د ادارې یوه ویاند کیریل نیوسکي ددغې پیښې په اړه د ازادۍ راډیو روسيي څانګې ته وویل :

(د اورلګیدنې په دې پیښه کې نهه تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل دي.ټپیان مرکزي روغتون ته انتقال کړای شوي دي.په دغې ودانۍ کې ۴۵۸کسان موجود وو.
د اور د لګیدو د علت او د اوښتي زیان د اندازې د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي دي.)

لومړنۍ نښې نښاني دا ښکاره کوي چې اور د یوه سړي لخوا د ځان سوزولو د هڅې پر مهال لګیدلی دی.

په تویر سیمه کې د بیړنیو حالاتو د وزارت ویاندې ډاریا کوروینا وویل پلټونکو د همدغې ودانۍ چې اور په کې لګیدیلی په یوې کوټه کې اور اخستونکي مواد موندلي دي.

کریملین ویلي ولسمشر دیمیتري میدویدیف امر کړی چې ددغې پیښې په اړه دې پوره تحقیقات وشي او له زیانمنو شوو کسانو سره دې مرسته وشي.

د روسيي ولسمشر امر کړی چې د ډیر عمر لرونکو کسانو دغه ودانۍ دې هم ژرترژره ورغول شي.

په عین حال کې د تحقیقاتو لپآره ګمارل شوي کمیسون ویلي د اور لګیدو ددغې پیښې په باب يې لومړنۍ جنايي پلټڼې پیل کړي دي.

د روغتونو د نرسانو د اوسیدو د ځایونو په شمول دد روسې په دولتي ودانیو کې د اورلګیدو پیښې معمول دي.

چارواکي وايي دا واقعات اکثره د اور د مخنیوي مقرراتو ته د نه پام لرنې او غفلت په نتیجه کې پیښیږي.

په روسیه کې په دې وروستیو کلونو کې د ډیر عمرلرونکو اشخاصو د اوسیدو په ځایونو کې څو وارې د اورلګیدو پیښې رامنځته شوي دي .
XS
SM
MD
LG