د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

داود داود:نهه ټنه مخدره مواد مو وسوزول


د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال داود داود
د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال داود داود

د کورنیو چارو د وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ کابو نهه ټنه ضبط کړي مخدر مواد وسوزول، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال وویل چې، دا مواد یي د یولړعملیاتو په نتیجه کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې نیولي دي.

په افغانستان کې د مخدرو موادو ضد مبارزه او د قاچاق کوونکو د نیولو هڅې یي له پخوا څخه جدي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په یوې شمالي دښته کې، کابو نهه ټنه نیولي مخدرمواد د یو شمېر دولتي مسئولینو، د ځینو بهرنیو موسسو د استازېو او خبریالانو په مخکې وسوزول.

د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال داود داود وویل چې، دا مواد یي د کابل او شاوخوا ولایتونو څخه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي، جنرال داود زیاته کړه:

"نن په کابل کې نهه ټنه مخدرمواد سوزول کیږي دا مواد د یو لړعملیاتو په ترڅ کې د کابل او شاوخوا سیمو څخه تر لاسه شوي دي.

دا په تېرو پنځو میاشتو کې د مخدرو موادو په برخه کې د کورنیو چارو د وزارت لویه لاسته راوړنه ده.)
"
جنرال داود وویل چې په دې موادو کې هیرویئن، چرس، تاریاک، مورفین، او د هیرویئنو جوړولو کیمیاوي مواد شامل دي چې، له پنځه میاشتو راهیسي د عملیاتو په ترڅ کې کشف او نیول شوي دي.

ده وویل، له دې موادو سره یي د مخدروموادو د قاچاق کوونکو د لوېو کورنیواو بهرنیو شبکو یو شمېرغړي هم نیولي دي.

"په دې تړاو دوه سوه دوه اتیا قاچاق کوونکو نیول شوي دي، په دوي کې لس تنه د عامه خدمات کارکوونکي دي چې له عسکر څخه نیولي تر جنراله پورې په کې دي، په نیول شوېو کې شپږتنه بهرنیان هم شامل دي.)
"
جنرال داود وویل، په وروستیو شاوخوا پنځه میاشتو کې یي د بهرنیو ځواکونو په ملتیا په ټول هېواد کې د مخدروموادو د تولید او قاچاق پرضد څه باندې پنځه سوه عملیات ترسره کړي چې ښې نیتجي یې ترې اخیستې دي.

خو کارپوهان وایي، د مخدروموادو کاربار د کمزورو او عادي خلکو کارنه بلکه د دوي ترشا، د لوېو قاچاق کوونکو زور پروت دی او باید هڅه وشي چې، د دې کاروباراصلي ریښې له منځه یوړل شي.

دوی وایي، د دې موادو د کښت، تولید او قاچاق پرضد مبارزه لا پراختیا او جدیت غواړي.

راپور: خان محمد(سیند).
XS
SM
MD
LG