د يکشنبې په شپه د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د ائتلافي افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې (٦) تنه وسله وال مخالفين نيول شوي.
دغه راز د په همدغه ولسوالۍ کې د پلټنو په وخت په جلال اباد کې په بمي وسايلو بار يو موټر او د هغو(٢) تنه خاوندان نيول شوي دي.
د ننګرهار د پوليسو وياند سمونوال عبدالغفور وويل: د ناټو او افغان ګډوځواکونو په عملياتو کې (٦) تنه وسله وال مخالفين نيول شوي. ده وويل:
عمليات د يکشنبې په شپه ناوخت د خوګياڼيو ولسوالۍ په خوازخېله کې ترسره شو، چې مخالفين له کوم وسله وال برخورد پرته ونيول شول.
سمونوال عبدالغفور وايي: په يوه بله پېښه کې په بمي توکو بار يو کرولا موټر له دوه تنو چلوونکو سره يو ځاى نيول شوى دى. ده وويل:
ناټو افغان ګډو ځواکونو د خوګياڼيو په سور ډاک کې د لوى لارې پرسر پلټنه کوله، چې يو کرولا موټر چې کابل پلېټ يې درلود ونيول شو.
په دغه موټر کې اته حلقې د هوان سرګولولې، شپېته حلقې د هوان چاودونکي مواد، يو حلقه ريموټ کنټرول ماين، يو مېموري کارت او يو شمېر نور چاودونکي مواد په کې ځاى پر ځاى شوي و. سمونوال وايي: موټر چلوونکى او ملګرى يې دواړه نيول شوي دي.
بل پلو د يکشنبې په سهار د جلال اباد ښار عيدګاه جومات ته څېرمه، بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا کوم زيان نه دى اړولى؛ خو ځينو عيني شاهدانو د ٢ تنو پوليسو د ټپي کېدو خبره کړې.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه پېښې په اړه ويلي چې ګڼ پوليس يې په کې له منځه وړي؛ خو چارواکو دا ادعا رد کړې ده، ذبيح الله مجاهد په خوګياڼيو کې د دوى د پلويانو د نيونې په اړه هېڅ هم نه دي ويلي.
محمد داود وفا