د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۳

جمعې د اګسټ ۲۷ مه


نړېوالو ورځپاڼو هر یو نیویارک ټایمز او انګلیسي ورځپاڼې ټایمز په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه بیلابېل مطالب او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز يي دلته لولي.

نیویارک ټایمز:

« د ولسمشر کرزي ژمنې» دا د نیویارک ټایمز د خپرې کړې مقالې عنوان دی چې په یوې برخې کې یې لیکي چې حامد کرزي د جون په میاشت کې ژمنه کړې وه چې د اداري فساد پرضد به د مبارزې مخې ته پراته خنډونه له لارې لرې کوي، خو د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر له دې ژمنې لږ ځنډ وروسته داسې کارونه پیل کړل چې له اداري فساد سره یې مبارزه ګرانه کړه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ولسمشر کرزي په وروسیتو کې د امنیت د برخې خپل یو همکار چې له اداري فساد سره د مبارزې څانګې او د لوی څارنوال له لورې نیول شوی و، په خپل امر له کاره لرې کړ.

نیویارک ټایمز بیا دې ته اشاره کوي چې افغان چارواکي اوس د دې پرځای چې د حکومت دننه له اداري فساد سره مبارزې ته پام وکړي پر بهرنیو تورونه پورې کوي چې دوي د اداري فساد ورونه پرانیستې دي، دا ځکه چې له افغانستان سره تر اتیا فیصده ډيرې شوې مرستې د غیر دولتي موسسو له لارې شوې دي او د خپلواکو قراردادیانو له لارې شوې دي چې په دغو موسساتو کې ډیرې پیسې هم تېرې بیرې شوې دي.

لویدیځ هېوادونه وایي چې د دولت په لوړه کچه کې اداري فساد شته او له دې سره په ټیټه کچه کې رشوت او اداري فساد پراخ شوی دی.

د نیویارک ټایمز په وینا که چیرته دواړه لورې افغان حکومت او بهرني مرستندویان پر یوه بل د تورونو لګولو ته دوام ورکړي، په افغانستان کې به د اداري فساد ریښې وچې نه شي. خو که چیرته دواړه لورې له ځانه پيل کړي او د اداري فساد مخه ونیسي نو بیا په افغانستان کې د اداري فساد له منځه وړلو ته هیلې پیدا کیږي.


ټایمز:

انګلیسۍ ورځپاڼې ټایمز بیا په خپلې تازه ګڼې کې د افغانستان د ملي اردو دننه ستونزې څیړلې دي، د دې مطلب په یوې برخې کې لولو چې ناټو ځواکونه په افغانستان کې تر وسه وسه هڅه کوي چې څومره ژر کېدای شي هغومره ژر د افغانستان پوځیان او پولیس تقویه کړي، څو د افغانستان امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي او نور ناټو ځواکونو ته په افغانستان کې جنګي ماموریت ورله غاړې نه وي.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا د ناټو دغه هڅې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، تر ګردو لوي مشکل د پوځیان تیښته ده. ورځپاڼه بیا لیکي چې لږ معاش، لږ تعلیم، د عسکرو نه تعهد او د پوځي اډو لږوالی هغه څه دي چې یو شمېر پوځیان په اسانۍ د افغان پوځ له لیکو تیښتې ته هڅوي.

د ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې لویدیځ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو ستراتیژۍ ته تیاری نیسي.

د ټایمز ورځپاڼې په باور تر هغو چې د افغانستان پوځ او نور امنیتي ځواکونه د افغانستان ټولې امنیتي چارې په غاړه اخلي، د بهرنیو ځواکونو وتل به ممکنه نه وي، ځکه چې اوسني افغان ځواکونه له مخالفو وسله والو سره د مقاومت توان نه لري، نو که چیرته بهرني عسکر ووځي، بیا به افغانستان د افراطیانو په اډې بدل شي او دا ګواښ به یوازې د افغانستان تر سرحداتو متوجه نه وي.
XS
SM
MD
LG