د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

نور بخش:د پوهنتونونو استادان د لوړو زده کړو لپاره بهر ته لیږو


د لوړو زده کړو د وزارت ویاند استاد عظیم نوربخش
د لوړو زده کړو د وزارت ویاند استاد عظیم نوربخش

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي پلان لري چې، د هېواد د پوهنتونونو استادان د لوړو زده کړو د حاصلولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي. د دې وزارت ویاند ازادۍ راډیو ته وویل چې، دا د لوړوزده کړو د وزات د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هڅې پیل کړي دي چې، د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو استادانو ته په بهرکې د لوړو زده کړو اسانیتاوې برابرې کړي.

دا وزارت وایي د زده کړو د کیفیت د ښه کولو په مقصد غواړي چې، د دوي د تېرو هڅو په دوام، د هېواد د پوهنتونونو نور درې سوه استادان هم د ماسټری او دکتورا د حاصلولو لپا ره بهرنیو پوهنتونونو ته واستوي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند استاد عظیم نوربخش ازادۍ راډیو ته وویل چې، دا لړۍ پیل شوې او تردوه زره څوارلسم کال پورې به دوام ومومي:

(( موږغواړو تر دوه څوارلسم میلادي کال پورې شاوخوا درې تنه نوراستادان هم د ماسټری او دکتورا لپاره بهرته ولیږو، پخوا شپږسوه استادان تللي و، درې سوه بیرته راغلي او په تدریس بوخت دي، دې لړۍ سره به د ماسټری سطح څلویښت فیصده، د دکتورا سطح څه باندې پنځه فیصده او د لیسا نس به ټیټه شي.))

ښاغلي نوربخش وویل چې ، د لوړو زده کړو د وزارت د پلان کېدو ته په سلګونو ډالره ضرورت دی چې تر اوسه نړېوال بانک له دوي سره د شل میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

نوربخش وویل چې، سربیره پر بهرنیو پوهنتونونو، د لیسانسه استادانو د تحصیل د لوړولو لپاره په هېواد کې دننه هم د ماستری پروګرامونه پیل شوي دي.

د کابل پوهنتون محصلان د لوړو زده کړو د وزارت روانه هڅه ګټوره بولي او ستایي یي. یو تن محصل نعمت اله ازادۍ راډیو ته وویل:

(( تېرو جنګونو ډیر کدرونه د هېواد پریښودلو ته اړکړل، اوس د کدرونو کموالی احساسیږي، هیله ده د لوړو زده وزارت دا بهیر نورهم ګړندی او پراخ کړي تر څو د کدرونو کموالی له منځه لاړ شي.)

سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت، د زده کړو د کیفیت د لوړولو په مقصد د دوي د هڅو خبرې کوي خو خلک وایي چې اوس مهال د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کدرونو کموالی لویه ستونزه ده.

په دې هکله د لوړو زده کړو وزارت وایي چې، دا ستونزه به بهرته د استادانو د استولو په بهیرکې اواره شي او خصوصي پوهنتونونه د دوي د اصولو له مخې حق نه لري چې، لیسانسه استاد استخدام کړي.
په افغانستان د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ یودیرش خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړې موسسې هم فعالې دي او ویل کیږي چې، په ډیرو کې یي د کدرونو د کموالي ستونزه لیدل کیږي.
خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG