د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

خلک:د بندیانو د دوسیو په څیړلو کې مثبت بدلون نه دی راغلی


په افغانستان کې د سولې د مشورتي جرګې وروسته د دولت د روانوهڅو په لړ کې بیا هم د بندیانو یو شمېر خپل خپلوان شکایت کوي چې، د بندیانو د دوسیو په څیړلو کې، مثبت بدلون نه دی راغلی،خو دعدلي اوقضایي چارومسٌولین سره له دې چط دا مسله له ستونزو ډکه ګڼي.

په افغانستان کې د سولې د مشورتي جرګې له جوړېدو څخه څه کم درې میاشتې تیریږي، د دې جرګې د تدابیرو، پریکړو او پلانونو د عملي کېدو په هکله خلک مختلف نظریات لري، ځیني یي تاییدوي او ځیني یي نه تاییدوي.

خو افغان دولت وایي چې، د سولې د مشورتي جرګې له عمده پریکړو څخه یوه داوه چې، د یوه معتبرعدلي اوقضایي کمیسیون له خوا دې په محبسونو او توقیف خانو کې د بندیانو دوسیي په پوره دقت سره وڅیړل شي.

د جرګې وروسته په لږو ورځو کې د محبوسینو د خوشې کولو تر نامه لاندې دا کمیسیون جوړ او غړي یي په مسلسله توګه پر مربوطو مسلو کار کوي.

د ولسمشر حقوقي مشاور او د یاد کمیسیون غړي استاد نصراله ستانکزي د کمیسیون د فعالیتونو په هکله ازادۍ راډیو ته وویل:

(د زندانونو وضیعیت د ښه کېدو په حال کې دی، تر اوسه ډیر دوسیي څیړل شوي او تر اوسه درې سوه اتلس تنه خوشې شوي دي او د هغو بندیانو دوسیي هم څیړل کیږي چې جرم یي کم دی. )

ښاغلی ستانکزي وویل، نوی جوړشوی کمیسیون د ولسمشر د فرمان له مخې، د سولې د مشورتي جرګې د پریکړو عملي کېدل په جدي توګه څاري.

خو ځیني خلک وایي چې د بندیانو دوسیي تر اوسه هم په جدي توګه نه څیړل کیږي او ډیر داسې بندیان شته چې، د دوي د دوسیو څیړلو ته د حبس تاریخ انتظار زغمي. یو تن ازادۍ راډیو ته وویل:

(زما نوم سیداغا دی، د سولې د مشورتي جرګې پریکړې غیرعملي دي، اوس هم داسې بندیان شته چې جرم یي نه دی معلوم خو بندیان دي.)

د بندیانو خپل خپلوان له دولت او په تېره د نوي جوړ شوي کمیسیون څخه هیله کوي چې د هېواد په زندانونو او توقیف خانو کې دي، د پرتو دوسیي په ټاکلي موده کې وڅیړي.

د افغانستان د بشر د حقونو فعالین هم وایي چې، په محبسونو کې د بندیانو دوسیي په ټاکلي وخت نه څیړل کیږي. دوي دغه ځنډ د قانون خلاف عمل ګڼي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون غړي شمس اله احمدزي ازادۍ راډیو ته ، د قانون له مخې د دوسیو څیړلو ته داسې اشاره وکړه:

(بې ګنا چې به زندان کې ساتل کې دا لویه ګناه ده، د اساسي قانون له مخې داسې خلکو ته باید جزا ورکړل شي. د افغانستان په زندانونو کې اوس هم لازم شرایط نشته.)

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، سره له دې چې د پخوانیو محبسونو د بیارغاونې او د نوېو د جوړېدو چارې پیل شوي دي خو، د بندیانو خواړه اوس کافي نه دي.

په دې هکله دعدلي د وزارت مرستیال محمدقاسم هاشمزی دا ستونزه تايیدوي او علت یي د کافي بودیجې نشتوالی په ګوته کوي:

( د مالیي له وزارت سره مو خبرې پیل کړي دي، چې د زندانیان د خوراکي موادو اندازه زیاته شي، که په ورځ کې هربندي ته یوسلو پنځوس یا ډیر په پام کې ونیول شي، د زندانیانو په ژوند به ښه اغیزه وکړي.)

سربیره پردې د اساسي قانون د پلي کېدو د څار د کمیسیون غړي عبدالقادرعدالتخواه د هېواد د زندانونو او په زندانونو کې د بندیانو ستونزې له دې هم زیاتې وګڼلې چې پخوا ورته اشاره شوی ده:

(د پرسونل کمبود ډیر دی، پخوا محابسو اته نهه زره پرسونل درلود او نیم شوی دی حال دا چې بندیان ډیر شوي، په ډیرو ولسوالیو کې توقیف خانې نه لرو او بندیان د امنیه قوماندانۍ په کوټو کې ساتل کیږي، د نوېو بندي خانو جوړول ضروري خو بودیجه ورته نشته.)

مسولین وایي سربېره پردې چې، د سولې د مشورتي جرګې د پریکړو د پلي کېدو په لړ د هغو بندیاتو په هکله هم اجراات کیږي چې پرته له کوم جرمه بندیان دي.

دوي وایي، د جرګې د پریکړو پلي کېدو ته بله هڅه داده چې، باید د سولې یوه عالي شورا جوړه شي ، چې کار پرې روان دی.

مسولین دا هم وایي چې، د ملګرو ملتو د سازمان د امنیت د شورا له تورلست څخه د وسله والو طالبانو د نومونو ایستل بله عمده مسله وه، چې کره څیړنې او جدي بحثونه پرې جاري دی.

تر اوسه د سولې د مشورتي جرګې له غوښتنو په پام کې نیولو سره د ملګروملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه د یو شمېر وسله والو ‌طالبانو نومونه لېري شوي هم دي خو افغان دولت غواړي چې له دې لست څخه د شاوخوا پنځو نورو نومونه هم وایستل شي.

راپور:خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG