د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ناروې د افغانستان له پوهنې وزارت سره ۳۶ میلونه ډالره مرسته وکړه


د ښاغلي وردک په وینا د دغو مرسته په یوه برخه به په فاریاب کې ۵۰ ښوونځي جوړوي.
د ښاغلي وردک په وینا د دغو مرسته په یوه برخه به په فاریاب کې ۵۰ ښوونځي جوړوي.

دغه تړون د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د بوهنې وزارت او په کابل کې د ناروې سفارت تر منځ لاسلیک شو.د پوهنې وزیر وویل، چې د دغو مرستو یوه برخه به په فاریاب ولایت کې د ښوونځیو په جوړولو ولګول شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايی، چې د ناروې د څه باندې د ۳۶ ملیونو ډالرو له نوې مرستې څخه به د ښوونځیو په جوړولو د پوهنې د کیفیت د لوړولو په ځینو پروګرامو ولګوي.

د پوهنې وزیر داکټر غلام فاروق وردګ د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د دغې مرستې د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې د دغو مرستو یوه برخه به په فاریاب ولایت کې د ۵۰ ښوونځیو په جوړولو او د سواد د زده کړې د پروګرامونو په پلي کولو، د ښوونکو په روزنې او نورو برخو کې ولګول شي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه، چې ناروې له ۱۳۸۳ کال راهیسې د افغانستان له پوهنې وزارت سره شا وخوا ۱۸ میلیون ډالره مرسته کړې، چې په هغې سره ۱۲۷ ښوونځی جوړ شوي دي.

په همدې حال کې په کابل کې د ناروې سفیر سارا اس په افغانستان د پوهنې د پراختیا د پروژو او په ټوله ییزه توګه د افغان حکومت له لومړيتوبونو څخه د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

"د افغانستان له پوهنې سره مرسته او د اقغان نجونو او هلکانو لپاره ښوونځیو ته د تګ د زمینې برابرول، د ناروې حکومت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي او په راتلونکي کې به هم وي.

پوهنه په حقیقت کې د افغانستان د راتلونکی کلي ده. د ناروې لپاره دا ډېره مهمه ده، چې د اقغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د پوهنې د پیاوړتیا په هدف له هڅو سره سره، اوس هم د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا د ښوونځیو په شرایطو برابر ۵ میلیونه ماشومان د بېلابېلو لاملونو په ځانګړې توګه ناامنیو له امله له زده کړو بې برخې دي.

بل خوا داسې انتقادونه هم کیږی، چې له ډېرو مرستو سره سره، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېری ماشومان د ښوونځیو له ودانیو پرته زده کړې کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکی وایي، چې په دې برخه کې د ستونزو د هوارې لپاره هڅې روانې دي او دغه وزارت زرو ښوونڅیو ته د ودانیو د جوړولو پلان لري.

XS
SM
MD
LG