د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د یو، ان، ایچ، سي، ار مرستې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره دوام لري


افغان کډوال په پیښور کې
افغان کډوال په پیښور کې

په افغانستان کی یو، ان، ایچ، سي، ار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنری وایي چې په پاکستان کې له سیلاب ځپلو افغان کډوالو سره د دوي مرستې دوام لري. دغه اداره وايي، چې اکثره سیلاب ځپلی خلک د سرپناه د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنری وایي چې، په پام کې لري په پاکستان د افغان سیلاب ځپلو کډوالو سره د نورو مرستو تر څنګ د سرپنا په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنری ویاند نادر فرهاد ازادۍ راډیو ته وویل، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د راوتلو سیلابونو له امله له یو لکو څخه ډیر افغان کډوال زیانمن شوي دي.

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنری ویاند نادر فرهاد



ښاغلي فرهاد وویل، چې په پاکستان یي له سیلاب ځپلو افغان کډوالو سره یو لړ بیړنۍ مرستې شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري:

"یو، ان، ایچ، سي، ار د خپلې اساس نامې له مخې که څه هم نه شي کولای د طبیعي پېښو، لکه د زلزلې او سیلاوونو په برخه کې ژر لاس په کار شي، خو په پاکستان کې د دې برعکس موږ لومړني د مرستې بنسټ وو چی ورسېدو او په پاکستان کې مو افغان کډوالو او پاکستانیانو ته بیړني مرستې ورسولې.

زموږ په مرستو کې خوراکي توکي شامل نه وو، موږ اوس مهال په دې هڅه کې یو د هغو کسانو کورونه په ځانګړي توګه هغه افغان کډوال چې په کمپونو کې اوسیږي او کورنه یي په دې وروستیو کې سیلابونو وران کړي دي غواړو بیرته یي ورغوو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند همدا راز وویل، چې په پاکستان کې وروستي سیلابونو افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو په بهیر کوم اغیز نه دی کړی.

ښاغلي فرهاد وویل، چې په روانه میلادي میاشت اګسټ کې له پاکستان څخه پنځه سوه کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي چې زیاتره په پاکستان کې د سیلابونو له امله زیانمنې شوې هم دي:

"په پاکستان کې چې نوي سیلاوونه را وتلي وو، زموږ دفترونه یي هم هلته زیانمن کړي وو، نو دوه یا درې ورځې موږ په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو پروګرام وځنډولو، دا چې اوس مهال د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدل څنګه دي دا په نورماله توګه روان دي یعنې نه په کې زیاتوالی راغلی او نه هم کموالې."

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوال اوسیږي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د را وتلو سیلابونو له امله یې یو شمېر زیانمن شوي هم دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې درانه سیلاوونه را ووتل چې د راپورونو له مخې نږدې شل میلیونه خلک یي زیانمن کړل، د پاکستان حکومت له نړېوالې ټولنې څخه له زیانمنو شوېو خلکو سره د لا ډیرو بیړنېو مرستو غوښتنه کړې.

راپور : ذکیه غیاثی
XS
SM
MD
LG